د افغانستان ا.ا د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی وایي، چې رسنیو د عمران خان څرګندونې ناسمې ترجمه کړې دي.
نوموړي پر خپل ټویټر د عمران خان د ټویټ انځور سره لیکلي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له ملګرو هېوادونو څخه غوښتي چې له افغانستان سره بشردوستانه مرستې وکړي خو رسنیو د هغه دا خبرې غلطې تعبیر کړې دي.
سمنګاني زیاته کړې ده، حقیقت دا دی چې عمران خان له دوستو هېوادونو څخه له افغانستان سره د بشردوستانه مرستې غوښتنه کړې ده.
هغه د خپل ټویټ پر دوام لیکلي، مهرباني وکړئ یوازې اطلاع رسونه وکړئ نه د خلکو د فکرونو ناسمه رغونه.
د یادونې ده چې عمران خان په خپل وروستي ټویټ کې خپلو ادارو ته سپارښتنه کړې ده چې له ملګرو هېوادونو سره په همغږۍ افغانستان کې د بشري بحران مخنیوي لپاره دغه هېواد ته په روغتیایي، فني او نورو برخو کې د بشري ځواک پر لېږلو غور وکړي.
هیره دې نه وي چې د ټولنیزو رسنیو کارونکو د عمران خان د خبرو په غبرګون کې ویلي چې افغانان د سیمې په کچه بشري قوه لري او د بل هېواد ځانګړې توګه د ترهګر پاکستان نه یوازې بشری قوې بلکې هیڅ راز مرستې ته اړتیا نه لري.
دوی عمران خان ته په خطاب کې ویلي، هغه قوه چې افغانستان ته یې رالېږې خپله ترې استفاده وکړه څو پردیو ته له کچکول نیولو او پور اخیستلو راوګرځې.