اپریل 20, 2021

مولانا طارق جمیل د جامو پلورلو فیشن برانډ پرانیست؛ وايي مدرسې پرې چلوم

د پاکستان مشهور دیني عالم طارق جمیلد  کراچۍ په ډیفنش سیمه کې د جامو فیشن برانډ چې نوم یې ‘MTJ’ دی، په کار پیل وکړ.

د رسنیو راپورونو په حواله، د “MTJ” پرانیستي په مراسمو کې مشهورو شخصیتونو، سیاسي مشرانو او سندرغاړو برخه اخیستې وه.

“راحت فتح علي خان”  “شفقت او ‘ امانت علي ” هم په دغو مراسمو کې ګډون کړی او په کې یې د حمد و ثنا نعتونه وویل او هم یې د برکت اچولو دعاوې وکړي. د پاکستان لومړي وزیر “عمران خان ” هم ورته خپل پېغام استولی ؤ.

مخکې له دې چې، دغه فیشن برانډ معرفي شي، مولانا طارق جمیل ویلي وو چې هغه د خپلو مدرسو د پرمخ بیولو لپاره دا برانډ په لاره اچوي او غواړي چې د خپلو مدرسو مصارف پخپله پوره کړي.

مولانا طارق جمیل په خپل وضاحتي پیغام کې ویلي وو، چې ما دا فیشن برانډ د کومې سوداګرۍ په نیت یا د چا سره د سیالۍ کولو په نیت نه دی پرانستی، بلکه د دې لپاره مې پرانستی، چې مدرسې مې په خپلو پښو ودروم. دی زیاتوي چې امام ابوحنیفه هم د ټوکر خرڅولو لوی سوداګر و.”

دې مشهور مبلغ ویلي ؤ، چې یو څو ملګرو راسره په ګډه د دې فیشن برانډ په جوړولو کې مرسته کړي، چې “سایل” پدې کې مهم رول لوبولی، د همکارۍ لاس یې راکړ، چې وروسته مو دا برانډ زما په نوم (د نوم مخفف تورو  “MTJ “ونوموو.

د یادونې وړ ده، کله چې طارق جمیل خپل فیشن برانډ پرانیسته، نو هغه مهال یې په خپله ټویټر پاڼه دوه دقیقیې د سپیناوي ویډویي پیغام کې ویلي:

په ۲۰۰۰ام کال کې”مدرسه الحسنین په فیصل آباد کې تاسیس شوې، په ۱۰ مختلفو ښارونو کې څانګې لري. چې زموږ زده کونکي پکې تدریس کوي او تعلیم/تدریس په عربي ژبه ورکول کېږي.

مولانا طارق جمیل وړاندې ویلي؛ تیرکال کله چې د کورونا ناروغي پیل شوه او کاروبار په ټپه دریدلی ؤ، نو ماسره د هغې ورځې د مدرسو د چلولو عاید مفکوره پیدا شوه.

وروستي مطالب