په لوى اختر کې مسلمانان د ديني لارښودونو سره سم، قرباني کوي، چې الهي فرض پر ځاى کړي.
ځينې څاروي د کانګو پر تبې اخته دي، نو اړينه ده د قربانۍ پر مهال دې ټکو ته پام وشي.
د کنګو پېژندنه؛
کنګو يوه وژونکې وايروسي ناروغي ده، چې له څاروي انسان ته سرايت کوي. د انسان او څاروي ترمنځ دا ګډه ناروغي، د کنې سره د څاروي تر چيچلو وروسته، وينې ته انتقال کوي او کله چې انسان څاروي باندې لاس ووهي، انسان ته سرايت کوي. د غوا، پسه، وزې… د کنګو ناروغۍ اصلي انتقالوونکي دي او پر دې ناروغۍ د اخته کېدو په صورت کې مړينه زياته ده.
انتقال؛
کنه د دې ناروغۍ اصلي سرچينه ده. کله چې کنه څاروى چيچي، دا ناروغي نوموړي څاروي ته انتقالېږي او د څاروي د پوستکي او وينې سره د تماس په صورت کې دا ناروغي انسان ته سرايت کوي. د يوه انسان اخته کېدل او بيا په ټولنه کې د نورو وګړو ته اړيکه د ټولنې د زيات شمېر کسانو د اخته کېدو سبب ګرځي.
نښې نښانې؛
ناروغي د شديدې سر دردۍ سره مله او د تبې، لړزې، د عضلاتو درد، ګنګسي، د غاړې درد، د سترګو درد، کانګې/ استفراغ، نس ناستې، د نس درد او بې اشتهايۍ سره دوام کوي او په پاى کې خونريزۍ ته رسېږي.
د خونريزۍ مرحله په چټکۍ رامنځته کېږي او معمولا د ناروغۍ په درېيمه- پنځمه ورځ پېلېږي، نږدې ٤٤ ورځې وخت نيسي او په دې موده کې انسان د مرګ تر پولې رسوي.

د مخنيوي لارې چارې؛
١ – د څارويو د ذبحې( غوا، پسه، وزه…) پر وخت له دستکشو، او محافظتي چپنې چې اوږده لستوڼې ولري کار واخيستل شي.
٢ – د حلالولو او پوستکي ايستلو پر وخت، په خوله کې د چړۍ له نيولو ډډه وکړٸ.
٣ – د کنو د له منځه وړلو لپاره، څاروي او غوجل د څارويو د روغتياپالانو په مشوره دوا پاشي شي.
٤ – صحي کارکوونکي، ناروغ خپلوان او ټول هغه کسان چې له ناروغ سره اړيکه لري، بايد له محافظتي وسايلو لکه: خولۍ، ماسک، پلاستيکي پيشبند، دستکشو او بوټونو کار واخلٸ.
٥ – که مو لاسونه زخم/ ټپ ولري د څارويو له ذبحې، پرې کولو او غوښې ځان لرې وساتٸ.
٦ – د نيم خام ځيګر او غوښې له خوړلو ډډه وکړٸ.
٧ – که په کنګو تبې د اخته ناروغ پالنه کوٸ، له مراقبت وروسته لاسونه په اوبو او صابون پاک ووينځٸ.
٨ – هېڅکله په لوڅ لاس سره له څارويو کنه مه لرې کوٸ.
٩ – د څارويو له لمس کولو او غوجلې له پاکولو وروسته، حتما لاسونه په اوبو او صابون ووينځٸ.د يادونې وړ ده، چې روغتياپال ته د ناروغ پر وخت وړلو سره دا تبه د درملنې وړ ده.