د ښکلې سلفی اخیستلو اته لارې

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
ژباړه

۱- تر ټولو غوره زاویه پیدا او وروسته سلفي واخلئ. مخ مو ښي/کیڼ لور ته وګرځوئ، کمره لږ پورته ونیسئ چې پوزه مو نرۍ او سترګې مو غټې راشي.

۲- که غواړئ چې (close up) انځور واخلئ، د څېرې پر یوې برخې مو تمرکز وکړئ.

۳- د څېرې د بېلابېلو حالتونو سلفیانې یا انځورونه مو سره راغوڼد او یو البوم ترې جوړ کړئ. خلک د بېلابېلو حالتونو پر لیدو د خوښۍ احساس کوي. دا البوم هغه وخت لا ښکلی کېږي چې د موسکې څېرې سلفي ورسره ملګرې کړئ.

۴- په سلفي اخیستلو کې موسکا مه هېروئ؛ ځکه ډېری خلک بړوسې شونډې نه خوښوي. موسک انځور زړه‌راښکونکی ښکاري.

co5008.jpg

۵- که ډېری وخت اېډېټ شوي عکسونه اخلئ، یوه ورځ مو عادي څېره خلکو ته وروښيئ. خلک طبیعي والی ډېر خوښوي. که چېرې تل طبیعي سلفي اخلئ، دا ځل مو څېره اېډېټ کړئ، څو لږ بدلون محسوس شي.

۶- په ډېر تیاره او خورا رڼا ځای کې سلفي مه اخلئ. داسې ځای عکس اخیستلو ته ودرېږئ چې مناسبه رڼا مستقیما تاسو پر مخ لوېدلي وي، څو د فلش/څراغونو له روښانه کولو مخنیوی وشي.

۷- که موبایل مو دوې کمرې( مخکنۍ او شاتنۍ) لري. هڅه وکړئ په شاتنۍ کمره سلفي واخلئ؛ ځکه د هغې فوکس او روښانوالی تر مخنکۍ کمر ې ډېر وي.

۸- مناسب او ښایسته بکګروڼد ورته ولټوئ. د کور یا دفتر یوه ښکلې څنډه، د چاپېریال ښکلې منظره پیدا او بیا پکې سلفي واخلئ؛ ځکه بک‌ګرونډ د سلفي په ښایست کې ونډه لري.