آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د ښځو چارو وزارت کارکوونکو د دغه وزارت په  تړل کېدو غبرګون ښودلی 

په تېر حکومت کې د ښځو چارو وزارت ودانۍ، د امر بالمعروف او نهی المنکر وزارت ته ورکړل شوه.
رویترز د جمعې په ورځ خبر ورکړ، چې د پخواني حکومت د ښځو چارو وزارت یو شمېر کارکوونکې، د دغه وزارت ترمخ غونډې شوې وې چې بېرته خپلې دندې پيل کړي.
د رویترز د راپور پر بنسټ، یو شمېر ښځينه چې په دغه وزارت کې کار کاوه، په يوه اعتراضيه لاریون کې وويل، چې ډېری له دوی څخه د کورنۍ کفالت په غاړه لري او اوس وزګارې شوي دي.
د تېر حکومت د ښځو چارو وزارت کې ٩٠% کارکوونکي ښځينه وې، چې اوس په کور ناستې دي.
د دې وزارت یوې پخوانۍ کارکوونکي وويل: ” د ښځو چارو وزارت ټولې ښځې دې راټولې کړي، تېل دې پرې وشيندي او موږ ټولې دې له منځه يوسي.“
د ښځو د حقونو يو شمېر فعالانې وايي، چې د کابینې څخه د دغه وزارت لرې کول، د ښځو د حقونو او ټولنه کې د کار کولو حق پر وړاندې د طالبانو د ژمنو خلاف عمل دی.
ورته وخت کې، د سرپرستې کابينې د فرهنګي کمېسیون یو غړی وايي، چې حکومت د ښځو او نارینه‌وو د حقونو تنظیمونکی دی او په دې کې توپير نشته.
مجیب الرحمن اخندزاده، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي کمېسيون غړي وويل:
” کله چې د اسلامي امارت نظام دعدالت په تامین بریالی شي، ددعدالت تامين هم د ښځو د حقونو ځواب ویونکی دی او هم د نارینه وو.“ 
دا په داسې حال کې ده چې وړاندې له دې طالبانو په ځلونو ويلي، ښځينه د نارینه‌وو تر څنګ د زده‌کړو، کار او سوداګرۍ حق لري. خو اوس د سرپرستې کابینې ځینو غړو ويلي چې ښځې د نارینه‌وو سره د یوه چت لاندې کار نشي کولای.