ـ که بازار کې د خريدارۍ پر مهال کوم سړی له کومې ښځې سره د يوه څيز په پورته کولو کې مرسته وکړي او ښځه يې په موسکا د ښېګڼې مننه وکړي، نو دا په دې مانا نه ده چې ښځه د سړي په جال کې ونښته يا يې زړه پرې بايلود.
ـ که په کوم رش (ګڼې ګوڼې) ځای کې کومې ښځې په لوړ غږ خبرې کولې ـ
نو صاحبه!
دا په دې مانا نه ده، چې نوموړې ښځه غواړي تاسې ځانته راجلب یا متوجه کړي.
ـ که کوم رېکشاوان یا لیني موټر چلوونکي ته ووایې، بیړه یې ده، باید زر لاړه شي؛ نو وروره ګله!
دا په دې مانا نه ده، چې هغه هرو مرو کوم مړي ته روانه ده.
ـ که په ګرځنده موبایل د خبرو په مهال له کوټې یا د دفتر له شعبې بهر ووتله، نو خان صیب، د انتن ستونزه کیدلی شي، دا په دې مانا نه ده، چې له یار او لونډ سره به خصوصي غږېږي.
ـ که مو په لاره، پارک، هوټل یا موټر، موټرسایکل کومه نجلۍ د هلک/ سړي سره خوشاله او په خندا ولیده؛ ضروري نه ده چې نوموړی سړی به یې یار وي.
ـ که کومه ښځه روزمره سينګار کړې وظیفې، دفتر ته راځي، هرور مرو د ځان ښودنې شوق او علاقمنده نه وي، ممکن، په خپله څېره به ستړتیا، غم او زړښت پټوي.
ـ که د ټولنېزو رسنیو په کوم پوسټ نجلۍ/ښځه چاته لایک یا کومنټ ورکړي، نو دومره نادانه کېږئ مه، چې ګوندې، له دې شخص سره به شخصي پیژندګلوي لري، بلا وجهه تاسې ورته د بلنې لېږلو زحمت او مسج کولو مزاحمت او ځانته لار مه جوړوئ.
ـ که مو په بازار کې کومه نجلۍ یوازې د خرید او ګرځیدو په حالت کې ولیده، چې کله یو څه کله بل څه اخلي او ګرځي، نو دا په دې مانا نه ده، چې دا به ګشتۍ نجلۍ وي، ممکن بې وروره او یتیمه وي، د کور مسوولیت او سودا اخیستل ور ترغاړې وي.
- تل د نورو په هکله مثبت فکر او ګمان کوئ؛ پدې سره که بل چاته ستاسې ګټه یا تاوان رسېږي او که نه، خو تاسې به ضرور یو ښه، باعزته او مثبت ګرا شخصیت وئ.