د پیښور زلمو ولې راشد خان پریښود ؟

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د پاکستان د کورني کرکټ په غوره لیګ یا PSL سیالیوو کې لوبیدونکې د پیښور زلمي لوبډلې د افغان لوبغاړي راشد خان په خپلې لوبډله کې د لوبیدو خبر ورکړی و، خو اوس یې پریښود.
د پیښور زلمي لوبډلې مالک جاوید افریدي د دغه لیګ سیالیو د نیلامۍ وړاندې ویلي و، دا ځل به راشد خان په خپله لوبډله کې ځایوي، خو نوموړي ویلي، ځکه یې راشد خان پریښود، چې د افغان کرکټ بورډ لخوا ورته د لوبغاړو د نه ورتګ خبر ورکړل شوی دی.
جاوید افري ویلي، د افغانستان کرکټ بورډ دوي ته مکتوب استولی، چې د ۲۰۱۸ م کال مارچ میاشت کې افغان کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام سیالیو ته د ورتګ د غواروي جام کې لوبیدو ته ځي او له همدې کبله نه شي کولی لوبغاړي د پاکستان په کورني غوره لیګ کې برخه واخلي.
خپله د افغانستان کرکټ بورډ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلې.
له بلې خوا په دغه سیالیو کې لوبیدونکې کویټې ګلیډ ایټرز لوبډلې راشد خان د دغه سیالیو د لمړۍ کټه ګورۍ پلاتینیم څخه د ۱۴۰۰۰۰ یو لک څلویښت زره امریکايي ډالرو سره د ضمیموي لوبغاړي په توګه را خپل کړی.
د ضمیموي لوبغاړې نه هدف دلته دادی چې که چیري د کویټې ګلیډ ایټرز د سیالیو په وخت کې راشد خان لوبې و نلري او کویټه لوبډله یې لوبیدو ته اړتیا ولري، نو په هغه صورت کې به راشد خان دغه سیالیو کې ګډون کوي.
د کویټې لوبډلې سره افغان لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل هم په تیرو دوه پړاونو کې ولوبید، خو دا ځل یې پریښود.