اول قانون؛
هر عمل چې په تکرار او عادتي ډول شي، د هغې عمل عصبي کنټرول په مغز یانې خوداګاه ضمیر ټيټ یانې ناخوداګاه ته ځي. په بل عبارت د یوه ارادي عمل تکرار سره، هغه عمل ناارادي عمل کېږي لکه ټايپ کول…
دویم قانون؛
هر پيغام چې په مغز کې ګرځي یا ویل کېږي، په ناخوداګاه ضمیر اغېز ښندي او چې تکرار شي، اغېز یې څو برابره کېږي. هره ورځ پنځه زره اندونه زموږ له مغزو تېرېږي او له بده مرغه دا اندونه منفي دي. نو هغو کلمو ته چې کاروو یې ډېر متوجه اوسو، هغه موسیقي چې اورو یې، زموږ د شاوخوا خبرې او… اوسو، ځکه چې ټول توري د ناخوداګاه ضمېر له پلوه منفي یا مثبتې ماناوې لري.
مثلا کله چې وایو: زه بدبخته یم، ناخوداګاه ضمير دا مني او تکراروي یې.
درېیم قانون؛
کله کله ناخوداګاه او خوداګاه ضمير د یو بل پر وړاندې وي لکه کله چې غواړﺉ له پېچلي پُل تېر شﺉ. ناخوداګاه ضمیر وایي مه ځه، او خوداګاه ضمیر وایي، لاړ شه!