د رحمتونو لسيزه،د مسلمانانو له پاره څه مانا لري؟

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

 

د روژې نيکمرغه میاشت په درې برخو ویشل شوې ده، چې لومړیو لسو ورځو ته یې د رحمتونو لسیزه ويل کېږي.

د روژې د لومړیو لسو ورځو د رحمتونو ښایست په دې کې دی چې په دې کې د برکتونو او نیکمرغیو ترڅنګ نور برکتونه وي.

مسلمانان په دې پوه دي چې روژه یو روحاني فرصت دې، مګر رحمتونه په حقیقت کې د مسلمانانو لپاره څه مانا لري؟

د الله تعالی یو نوم الرحمان دی، یانې زیات رحم کوونکی، او مسلمانان چې هر کار کوې نو د الله دغه نوم په کې یادوي. نو دا به کومه د حیرانتیا خبره نه وي چې رحمتونه په هغه میاشت کې ډیر راڅرګند شې کومې ته چې الله خپله میاشت ویلې ده.

په یو قدسي حدیث کې الله تعالی فرمایي:
اې د ادم زویه! تر هغه چې ته له ما غوښتنه کوې او په ما تکیه کوې، زه تاته بښنه کوم او هغه څه چې تا کړي زه یې بد نه ګڼم. ای د ادم زویه! که ستا ګناهونه د اسمان تر ورېځو ورسېږي، او بیا هم ته له ما بښنه وغواړې، نو زه به درته بښنه وکړم. ای د ادم زویه! که ته پرته له دې چې له ما سره شریک ونیسې ماته له دومره ګناه سره راشې چې دا ټوله ځمکه پرې ډکه شي نو زه به درته بیا هم بښنه وکړم.
(الباني دغه حدیث د منلو وړ (صحیح) ګرځولې)

ډیر مومنان به په دې اړه ډیر وارخطا وي چې روژې ته په داسې حال کې ننوځي چې ډیر ګناهونه په پوهه او غلطۍ ورنه شوې. خو سره له دې هم الله تعالی ورته د بښنې وعده ورکوي. او دا هم ورته ور په یادوي چې له شرک څخه ځان وساتي.
په پورته حدیث کې الله تعالې مونږ ته دا رایادوي چې هغه جلاجلاله الرحمان او الرحیم یعنې ډیر زیات مهربان او رحم کونکي دې. د الله په رحمت کې راتاویدل او د جنت غوښتنه خو هغه څه دې چې هر مسلمان یې له الله تعالی څخه غواړي او د هغه جلاجلاله له عذاب څخه ویره کوي. الله تعالی د الرمز په ۵۳ ايت کې فرمايي:
ووایه، ای زما هغو بنده ګانو چې پر خپلو نفسونو مو تیرې کړې، د الله تعالی له رحمت څخه مه نا امیده کیږﺉ. یقینا الله ټول ګناهونه بښي. او هغه په رښتیني ډول بښوونکې او مهربان دې.

نو د مسلمانانو لپاره تر ټولو غوره لاره چې د الله عبادت پکې وکړي داده چې په لومړیو لسو ورځو کې په داسې حال کې چې د جنت دروازې خلاصې او د دوزخ دروازې بندې دي او د الله د بنده ګانو لپاره د الله نه د رحمت د غوښتو ښه وخت او موقع ده، دوې دې الله تعالی ته د رحمت دعاګانې کوي. ، او الله تعالی هیڅکله هم له خپلې وعدې نه اوړي. یوه ډیره ښه دعا دا هم ده:
وَقُل رَّبِّ اغْفِرْ وَارْحَمْ وَأَنتَ خَيْرُ الرَّاحِمِينَ (المومنون ۱۱۸)
او ووايه ای زما ربه! بښنه وکړه او رحم وکړه، بیشکه ته غوره رحم کوونکې یې.
دغه راز الله تعالی فرمایي:
فَاذْكُرُونِي أَذْكُرْكُمْ وَاشْكُرُواْ لِي وَلاَ تَكْفُرُونِ (البقره ۱۵۲)
تاسو ما یاد ساتۍ زه به تاسو یاد ساتم او زما شکر پر ځای کړئ او ناشکري مه کوئ .

دا یقینا یوه غوره یادونه ده چې تل د الله تعالی څخه د مهربانۍ او رحمت دعا وغواړو، فرق نه کوي که زموږ غوښتنه هر څومره ورو او یا هم کمزورې وي او یا که مسلمانان په هر څومره مشکلاتو کې اخته وي. بنده ګان باید هیڅکله هم د الله تعالی له رحمت څخه ناهیلې نه شي.

روژه پخپله یو رحمت دی

د اسلام د یو بنا په ډول د روژې نیول خپله یو رحمت دې. په روژه کې مسلمانان د ښه صحت لروونکې وې او له معنوې اړخه ډیر قوي کیږي. مسلمانان په روژه کې په ډیرو کمو خوړو هم شکر وباسې او د هغه چا په حال خبریږي چې له دوې لږ لري او یا هم دومره بیوزله وي چې د روژه ماتې لپاره ورته د اړتیا وړ خواړه هم نه پيدا کیږي.
روژه د مسلمانانو لپاره یو چانس دې چې په هغه څه شکر وباسي چې الله ورکړي، او د هغه چا له حاله خبر شي چې له دوې یې حال خراب او له ډیرو مشکلاتو سره مخ وي.
مګر الله تعالی له دی هم د زیات شې وعده کړیده، هغه فرمايي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ (البقره ۱۸۳)
ای مومنانو روژه پر تاسې فرض شوې لکه څرنګه چې په تیرو امتونو فرض شوې وه، ښایې چې تاسو پرهیزګاره شۍ.

یقینا روژه د مسلمانانو لپاره د الله یو تر ټولو غوره ډالۍ ده چې خپلو بنده ګانو ته یې ورکړې او د روژې دغه ټول برکات او رحمتونه به موږ هلته لاسته راوړي وي چې په صحیح توګه او لکه څرنګه چې لازمه ده د الله تعالی بنده‌ګي وکړو.

روژه ونیسه او د رحمتونو په دې دور کې له الله وغواړه

د روژې لومړۍ لس ورځې لکه څرنګه چې مخکې یادونه وشوه د رحمتونو د ورښت ورځې دي او الله تعالی خپل بې انتها رحمتونه په خپلو ټولو هغو بنده ګانو وروي چې ښه عملونه کوي او د نیکو عملونو بدله په څو برابره زیاته ورکوي او حتی الله تعالی پدې ورځو کې هغه چاته چې غافله او بد عمله دې او په صدق توبه وباسي بخښنه کوي. الله تعالی پدی میاشت کې د مسلمانانو زړونه پاکوي او هغوې ته په صحیح او ښه ډول د الله تعالی د عبادت کولو لار ورښايي.
الله تعالی فرمايي:
وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ (الذاریات ۵۶)
او ما (الله) نه دې پیدا کړي پیریان او انسانان مګر د عبادت لپاره.
روژه خو یقینا ډیر فضیلت لري او یو بهتري یې په دې کې هم ده چې الله وایې روژه زما ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: الله تعالی فرمايي: د ادم د زوی هر عمل د خپل ځان لپاره دې غیر له روژې څخه، روژه زما لپاره ده او زه به يي بدله (روژه نیوونکي) ته ورکوم. په حقیقت کې د روژه دار د خولې بوې الله تعالی ته د مشکو له بوې څخه غوره دې. بخاري.
پدې ډول بې اندازې اجرونه او ثوابونه به د روژې په جریان کې ټولو هغو خلکو ته ورکول کیږي چې یوازې د الله تعالی عبادت وکړي.