موږ د دغې لارې په عملي کولو او ترسره کولو سره کولای شو خپل له ځواک څخه ساتنه وکړو.
کله چې موږ په یو مجلس کې اوسو کوم وګړي چې زما خبرو ته غوږ نه ږدي بحث ورسره نه کوم، ځکه د دې کار سره زما انرژي بې ځایه مصرفېږي.
د تل لپاره خپل ځان نورو ته نه ښکاره کوم ځکه که یو انسان هر وخت یو ځای حاضر وي یا هم کوم څوک مسیج وکړي تاسې ټوله ورځ ټیلفون ته ناست اوسئ او زر ځواب ورکړئ دې کار سره مو هم انرژي کمېږي او هم مو ارزښت له لاسه ورکوئ.
د ټیفلون نوتیفیکیشنونه مې بندوم یا یې سایلینټ کوم ځکه غږ یې ډېر مزاحمت رامنځته کوي او اذیت کوي.
په ټاکلې کچې سره ارام او استراحت کوم، ځکه هر انسان ارامتیا ته اړتیا لري که دا کار ونه کړي خپل ځواک هم نشي ترلاسه کولای.
کوم کسان چې ماته ارزښت نه راکوي، ماته په کمه سترګه ګوري، زما وړتیاوو باندې باور نه لري، سپکوي مې او فکر کوي زه ورڅخه کمی لرم د هغو سره مې اړیکي کموم یا یې له منځه وړم.
له دې نه مخکې چې پیغامونو، ایمېلونو او زنګونو ته ځواب ورکړم لومړۍ وخت ورته ټاکم.
کله چې یو چا سره خبرې کوم که پوه شوم چې دا خبرې منفي خواته ځي نو لنډوم یې ځکه ډېر بحث د چا انرژی له منځه وړي.
کله چې د یو څه پر وړاندې مې ظرفیت او ګنجایش خلاصېږي نو نورو ته خبر ورکوم.
کله چې یوازېتوب ته اړتیا ولرم له نورو نه واټن غوړه کوم، ټول کارونه مې خپله نه ترسره کوم که خپله ونه شم کولای له نورو څخه مرسته غواړم.
که وغواړو انرژي مو بې ځایه مصرف نشي نو له ټولو انسانانو باید تمه لږ کړو، پرته له مطلبه ټولو سره مینه وکړو.
تر هر څه نه او هر چا نه مخکې باید خپله ځانته لومړیتوب ورکړو.
هڅه ونه کړو چې ځان نورو ته ثابت کړو او دا ځواک پرېږدو چې په کوم بل مثبت شي مصرف شي.