پښتو ورځ؛ پښتو وایو، پښتو لیکو

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ

نن د جوزا ٩ چې د مې میاشتې له ٢٩ سره سمون خوري، د پښتو او مورنیو ژبو نړیواله ورځ ده.
دا ورځ په ۱۹۹۰ز کې د یونسکو له خوا وړاندیز او د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له خوا په رسمیت وپېژندل شوه. له ۲۰۰۲م راپدېخوا، دغه ورځ د مورنۍ یا پښتو ورځې د نړیوالې ورځې په نامه نمانځل کېږي. موخه یې دا ده چې د نړۍ ټولې ژبې، چې خلک پرې خبرې کوي، وساتل شي او لمنځه لاړې نشي.
پښتو یوه داسې ژبه ده چې له نورو ژبو ځانته او خاص ځانګړتیاوې لري. په پښتو ژبه کې زیات عربي لغات هم مستعمل شوي او دا ژبه تر نورو اساسي توري (حروف) زیات لري او د پښتنو ترمنځ په ډول ډول طریقو او لهجو استعمالېږي، په حرفونو کې یې هم ځینې، پښتون قوم په ځانته ځانته لهجو اداینه کوي.
پښتو ژبه د لرغوني اريايي ژبو څخه يوه خپلواکه ژبه ده چې له پخوا څخه په څو نومونو ياده شوې چې يو لړ نومونه ېې پښتو، پختو، پوختو، په هندي (پټاني)، په پارسي او نړیواله کچه د افغاني ژبې په نامه شهرت لري. دا ژبه له ۱۹۳۶ز راهيسې د افغانستان ملي او لرغونې ژبه گڼل شوې.
د افغانستان د نامتو تاريخپوه محمد حسن کاکړ د يوې رسالې لخوا چې دېرش کاله پخوا په کابل کې لیکل شوې، دغه سرلیک (په افغانستان کې پښتو او هغې په اړه يو څو خبرې) لاندې يوې سکالو کې د پښتو رسميت او ملي اصليت یې داسې څرگند کړی:
د امير شېرعلي خان د دويمې پاچاهۍ په دوران کې (۱۸۶۸ـ ۱۸۸۰ ز) پښتو د لومړي ځل لپاره د ملک رسمي او ملي ژبه اعلان شوه…
همدا رنگه د پښتو ژبې په اړه د افغانستان يو بل نوموتی ژبپوهاند خليل الله هاشميان په دې آند دی چې پښتو تر فارسي ژبې ډېره لرغونې ژبه ده او لرغونتيا یې د پښتو ژبې قبیلوي دودونو پر اساس ده چې لرغونتيا یې ۲مه مخزېږدي پېړیو څخه لا پخوانۍ ده.
دا چې ژبې ولې پرمختگ نه دی کړی د همدې ژبې د ویونکیو سره د سیمې په کچه او نړیوالو سرزورو له خوا ټکرونه په کولتوري اړخونو کې ترسره شوي چې يې په علمي او فني آثارو هم په مختلفو پیرونو کې بریدونه شوي او لا روان دي. د مغلو په پېر ۱۴۹۴ز کې د (صراح) په نامه اثر چې په سوات او پېښور کې د خان کاجو راڼیزي لخوا لیکل شوی و، د وخت د زورواکانو لخوا له منځه تللی چې د پښتو ډېر پخوانی لرغونتوب پکې خوندي و.
د ويدا اوستا مها بهارت او پهلوي او داسې نورو زړو کتابونو او برليکونو کې د پښتو ادب لرغونتيا تر ميلاده هم ډېره پخوانۍ ښکاري.
څرنگه چې د پښتنو ټاټوبی د ريښمو د توکو سرک دی – همدغه راز د فرهنگونو د ليږد راليږد لار هم ده – د دې خاورې اهميت او مقام علامه اقبال له شعر له مخه چې ټاکلی شو چې وايي:

اسيا يک پيکر اب و گل است
کشور افغان دران مانند دل است

خو څومره چې دغه خاوره په اسيا کې د زړه غوندې مهم رول لري دغه رنگ د دې هېواد د وگړو ژبه (پښتو) هم د سيمې په ادب کې ځانگړی مقام لري. د پوهاند رښتين صيب (پښتو څيړنې -223- په حواله په فارسۍ کې تقريباٌ څلور سوه نه زيات پښتو لغاتونه ځاى لري- لکه اوربند، [[اټکل]]، اوچت، پټ، پلمه، تول، ټوټه، تکړه، ټال، چټک، دود، سيالي، گډوډ، لنډه، لمبه، واک او داسې نور.
پښتو د پښتنو ژبه ده. پښتانه د افغانستان تر ټولو اوسېدونکو پخوانۍ ډېرۍ (بومی اکثريت) ژبتوکميزه (اتنو لېنگويستيکي) وگړنۍ ډله ده پښتو او پښتانه له تاريخي جغرافيايې پلوه په شمال ختيزو سيمو (پامير،بلخ…) اړه لري.
د پښتنو نيکونه د سکه، ساکه، ساک (کاس)، ساکانو او کاسيانو په نومونو يادېدل، او پښتو هم د ساکي ژبې نمسۍ زباده شوې ده. ساکان د اوېستاييانو، پارتيانو، ماديانو او پارسيانو تر څنگ پنځم آرياني ټبر گڼل کېږي چي تر زيږدیز (ميلاد) پېړۍ  تر مخه يې له منځني ختيځ او کوکاسه (قفقازه) تر شمال لوېدیځ چين، هند و کشميره سترې سترې اېمپراتورۍ را منځته کړې او د سکندر مقدوني په مشرۍ يې د يوناني يرغلگرو پر وړاندې د خپل اصلي ټاټوبي (باکتريا بلخ او آمو شا وخواسيمو) دفاع کړې او را وروسته يې په گډه يونان باختري واکمنۍ کې برخه اخستې ده.
٢١٩٠ کاله پخوا يوه برخه ساکان له شماله، سوېل ته راوکوچيدل او د هېلمند ناوې کښتنۍ سيمه (زرنج) يې په خپل نامه (ساکېستان) ونوماوه، چې راوروسته پر سيستان واوښت. په دويمه زېږدي (ميلادي) پېړۍ کې، چې د ساکېستان سترواکي ړنگه شوه، په شمال کې ساکي توکمو کوشانيانو د بلې سترواکۍ بنسټ کښېښود، چې د هېواد پر شمال او سوېل سربېره يې شمال لوېدیځ هند او کشمير هم په خپله ولکه کې راوستل.
پښتنو ساکانو په غور، هرات او د هلمند و ارغنداب په ورشوو کې تر غوړې مرغې (اراکوزيا يا اوسني ارغسان) او کسې غره تر لمنو بېلابېلې لويې او وړې سيمه‌واکۍ (ملوک الطوايفۍ) را منځته کړې او را وروسته تر سند و هند او کشميره خپاره شول.
په دې توگه پښتو له هندي اريايې ژبو څخه اغېزمنه شوه او ډېر څه يې ترې په خپله ځولۍ کې را واخیستل. په تېره غبرگژبيزوالی (ټ، ډ، ړ، ڼ) بې له دې چې يې له آرياني (ايراني) خپلوانو ژبو، په سر کې د همټبرو پاميري ژبو او بيا له پارسي، کوردي، بلو څي… هغو سره تاريخي جغرافيايي تړاو له پوښتنې او خر خشې سره مخامخ شي.
موږ پښتو زده‌کړه او پښتو ويل بايد له خپله کوره پيل کړو که کور کې ماشومان وي بايد د پښتو کتابونو په وسيله زده‌کړه ورته ورته وکړو.
او په یو ځانګړي قوم کې زېږېدل، یوه ځانګړي مورنۍ ژبه لرل دا د انسان د وړتیا خبره نه ده، بلکې دا الهي وېش او خلقت دی. له خپل قوم او ژبې سره مينه کول، چوپړ ورته کول، ساتنه کول او حق يې غوښتل تعصب نه، بلکې مسووليت، دنده او مکلفيت دی.
خو یوازې په شعارونو او څو غونډو نه کېږي، چې موږ دې د پښتو حق ادا کړو. لومړی راځئ دا هوډ وکړو چې د هر مسلک درلودونکی پښتون ځوان یا لوستی کس څومره کولای شي چې د خپل مسلک کتابونه په پښتو وژباړي. لومړی باید د پښتو ژبې علمي برخه یې بډایه کړو، ځکه موږ په هره برخه کې د پښتو کتابونو  له نشتوالي سره مخ يو.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي