د بشر حقونو څار سازمان: افغانستان کې اقلیتونو ته لا هم ګواښ متوجه دی

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

په کندز ښار کې پرون برید چې لسګونه کسان یې مړه او ټپیان کړل په هېواد دننه او بهر له سختو غبرګونونو سره مخامخ شو.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې مسوولې پترېشیا وویل، دا برید ښيي چې د افغانستان اقلیتونو ته لا هم ګواښ متوجه دی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پر خپله ټویټرپاڼه دا برید په کلکه غندلی او دا یې د هدفي وژنو په دوام یو بل جنایت بللی دی.

همدارنګه پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه بريد په کلکه غندلى او ياد بريد يې د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف عمل بللى.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما هم د کندز د برید په اړه په یوه بیان کې د دې برید د درنو تلفاتو له کبله خواشېني څرګنده کړې ده.

د یوناما په وینا دا د یوې اونۍ په ترڅ کې پر مذهبي مراسمو دریم برید دی.

تېره ورځ د کندز ولایت د سیداباد په جومات کې د چاودنې له امله ۵۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي او تر سلو ډیر ټپيان دي.

د داعش ډلې خراسان څانګې پر خپله ټلګرام پاڼه په یوه بیان کې ویلي دي چې د دوی یو انتحاري په داسې حال کې خپل چاودېدونکي مواد والوزول چې خلک په جومات کې دننه پر لمانځه درېدلي وو.

داعش په یوه جلا بیان کې ادعا کړې چې بریدکوونکی د چین له اویغور مسلمانانو څخه و.

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ویلي چې د دې حملې په اړه به هر اړخیز تحقیقات وشي او عاملانو ته به یې تر ټولو سخته سزا ورکړل شي.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې اوس مهال د طالبانو مشرتابه د داعش ډلې له زیاتېدونکو حملو سره مخامخ دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي