دفاع وزارت: د کابل امنیت ته هیڅ ګواښ متوجه نه دی

سپینه تجريدي ډیزاین

وروسته تر هغه چې پنټاګون له یوې تر درېیو میاشتو پورې د طالبانو لاس ته د کابل د لوېدو راپور ورکړ، دفاع وزارت وایي چې دا ډول څرګندونې په هیڅ صورت د منلو نه دي او طالبان نه شي کولی چې کابل ښار امنیت ته ګواښ پېښ کړي.

د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي ویلي، لکه څنګه چې رویټرز راپور ورکړی دی وضعیت هماغسې نه دی.

د نوموړي په وینا، افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو نه یوازې په کابل بلکې په ټولو ولایتونو کې د طالبانو د بریدونو د دفع کولو لپاره پوره چمتووالی نیولی دی او دغه ډله نشي کولی چې د کابل امنیت له خطر سره مخ کړي.

د یادونې ده چې رویټرز پرون د پنټاګون د یو چارواکي له قوله ویلي وو، چې ښایي طالبان په دېرشو ورځو کې کابل ته جدي امنیتي ګواښونه پېښ کړي.

په ورته وخت کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د طالبانو وروستي چټک پرمختګ ته په اشارې ویلي، چې ښایي په دغه هېواد کې د عراق تجربه تکرار شي.

د ورځپاڼې په خبره، طالبان په ډېرې چټکۍ د پرمختګ په حال کې دي او دا چاره ښایي د دې باعث شي، چې امریکایي ځواکونه بېرته دغه هېواد ته ستانه شي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې له عراق څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته هم ورته پېښه رامنځته شوه، داعش ډلې په ډېرې چټکۍ د عراق پراخې سیمې ولکه کړې او خپل خلافت یې اعلان کړ.

د ورځپاڼې په خبره، دغې ډلې وحشتونه وکړل او امریکا یې اړ کړه چې بېرته دغه هېواد ته پوځیان ولېږي.

د ورځپاڼې په باور د عراق تجربې ته په کتو د طالبانو چټک پرمختګ هم ښایي بېرته افغانستان ته د امریکایي ځواکونو بیا ځلې ستنېدو ته زمینه برابره کړي.

بلخوا د سپينې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، چې دوی له افغان حکومت سره هر ډول مرسته کړې ده، دغه هېواد منظم پولیس او اردو لري خو دا چې د هېواد راتلونکې ته څه پېښېږي ددغه هېواد په رهبرانو او ولسمشر پورې اړه لري.

د نوموړې په خبره د افغان مشرانو مسوولیت دی چې دوی خپل یووالی ساتلی شي او د طالبانو پر وړاندې مبارزه کولی شي او کنه.

نوموړې همدا راز ویلي افغان ځواکونه هر هغه څه په واک کې لري چې اړتیا ورته لري، نو له دې امله امریکا په افغانستان کې د اوسني وضعیت په اړه واضح تجویز نه لري، بلکې مسوولیت یې افغان مشرانو او چارواکو ته سپارلی دی.

امریکا داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په افغانستان کې د شل کلنې جګړې مسووله ګڼل کېږي او افغانان په دې باور دي چې د اوسني وضعیت مسوولیت هم پر امریکا او ددوی پر سیاستوالو دی.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي