حامد کرزی: امریکا هڅه کوي، چې افغان دولت کمزوری کړي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، چې امریکا د افغان دولت د کمزوري کولو په هڅه کې ده.

کرزي ویلي، د سولې تر جدي خبرو وړاندې امریکا هڅه کوي چې ځینې ولایتونه د طالبانو په اختیار کې ورکړي.

نوموړی زیاتوي کله چې په واک کې و، طالبانو ده ته هم ورته وړاندیزونه کړي وو خو د نوموړي له مخالفت سره مخ شوي وو.

کرزی زیاتوي امریکا او پاکستان په افغانستان کې افراطیت ته لمن وهي او له دې لارې غواړي چې جګړه ادامه پیدا کړي.

پخواني ولسمشر له امریکا، روسیې او د سیمې له هېوادونو غوښتي چې له سیاسي رقابتونو تېر شي او په افغانستان کې د واقعي سولې لپاره همکاري وکړي.

په ورته وخت کې د امریکايي ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي ویلي، طالبان اوس د افغانستان د نیمايي ولسوالیو د مرکزونو کنټرول په لاس کې لري.

میلي ویلي، داسې ښکاري چې طالبانو په وروستیو کې چټک پرمختګونه کړي.

د ده په وینا د افغانستان د ۴۱۸ ولسوالیو له مرکزونو څخه تر ۲۰۰ د ډېرو ولسوالیو مرکزونه د طالبانو تر ولکې لاندې دي.

پخوا میلي ویلي و چې طالبان د ۸۱ ولسوالیو پر مرکزونو کنټرول لري.

نوموړي زیاته کړې، سره له دې چې طالبانو تراوسه د کوم ولایت مرکز نه دی نیولی خو د نیمايي ولایتونو د مرکزونو پر څنډو یې فشار راوړی دی.

بلخوا تېره ورځ ولسمشر غني وویل، چې د طالبانو جګړه هیڅ راز دیني او ملي مشروعیت نه لري.

نوموړي ویلي چې د دوی ټول تمرکز د وضعیت پر مدیریت دی او د ځانګړو پلانونو پر بنسټ به له دریو تر شپږو میاشتو پورې په وضعیت کې پام وړ مثبت بدلون راشي.

نوموړي دا څرګندونې پرون مخکې له غرمې د ځانګړو عملیاتو قول اردو څخه د لیدنې پر مهال کړې دي.

ولسمشر غني، کومانډو ځواکونو ته په خطاب کې ویلي چې د دښمن نیت صاف نه دی، تاسې باید ځان ثابت کړئ څو دښمن خپل ارمان ګور ته یوسي.

هغه دغه راز ملي امنیتي ځواکونو ته د هر راز ملاتړ ډاډ ورکړی دی او زیاته کړې یې ده چې تېرې لاسته راوړنې به نه ضایع کېږي او ټول به په ګډه د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره کار ته دوام ورکوي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي