حامد کرزي د دليپ کمار پر مرګ خواشني څرګنده کړه

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د باليووډ سېنما د مشهور ستوري په مرګ خواشني څرګنده کړه.

دليپ کمار نن چهارشنبه سهار تر اوږدې ناروغۍ وروسته د ٩٨ کلونو په عمر وفات سو.

دده اصلي نوم يوسف خان وو،او په پېښور کې زېږېدلی وو،هغه مهال چې دا سيمه د افغانستان په نامه يادېدله.

نوموړي د کابو ٥ لسيزو په موده کې په ٦٥ فلمونو کې کار وکړ خو پدې کمو فلمونو کې يې هم د بريا فيصدي تر هرچا لوړه وه.

په نړيواله کچه په لکونو انسانان د دلیپ کمار په مرګ خواشينې سوه.

په افغانستان کې د نورو سياسيونو او هيوادوالو په ګډون پخواني ولسمشر حامد کرزي هم خواشيني څرګنده کړې.

حامد کرزي ليکلي چې کله مې دليپ کمار ته د کلیزي مبارکي ورکړه نو په پښتو ژبه يې راڅخه مننه وکړه.

ښاغلی کرزی ليکي:

((په ډېرې خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د هند د سینما افسانوي ستوری دلیپ کمار (یوسف خان)، چې میلیونونه مینه‌وال یې درلودل، له نړۍ سترگې پټې کړې.

کله چې می په ۲۰۱۹ کال کې نوموړي ته د زېږېدنې د ورځې مبارکي ورکړه نو په پښتو ژبه یې را څخه مننه وکړه.

روح یې ښاد او جنتونه یې ځای.))