
د کاناډا پارلماني ټاکنو د رایو شمېرل دوام لري، مګر رسنۍ ادعا کوي چې واکمن ګوند او د لومړي وزیر “جسټن ټروډو” لېبرال ګوند ګټلي ده.
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، واکمن لېبرال کاندیدانو ۱۵۷ څوکۍ ګټلي دي ، خو په پارلمان کې د ۱۷۰ څوکیو اکثریت ترلاسه کول ضروري دي.
کاناډایې رسنۍ ادعا کوي، چې واکمن ګوند د لېبرال حکومت جوړولو په دریځ کې دی، خو دا لا روښانه نده چې ایا لېبرالان به وکولی شي اکثریت حکومت جوړ کړي یا به ایتلافي حکومت جوړ کړي.
د کاناډایي رسنیو په وینا، په ځینو سیمو کې د رایو شمېرنه لاروانه ده، خو احتمال لري، چې پایلې د نړیوالې وبا، کورونا له امله د رایو پوستي له لارې لېږد له امله وځنډېږي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، د پارلماني ټاکنو بشپړې پایلې به د پنجشنبې تر ورځې معلومي شي.