د نوې ځوانۍ دوره کې له بچیانو سره د والدینو اړیکې؛ زیانونه او حساسیتونه یې

ژباړه: حماد هلال

 والدین باید پاملرنه وکړي، چې د بچیانو د ژوند له دورو یې یوه حساسه دوره د هغوی د نوې ځوانۍ دوره ده، ځکه په دې دوره کې بچیان غواړي ازادي ترلاسه کړي، په داسې وخت چې هغوی باید لا ډېر څه زده کړي او په ډېرو برخو کې د مور او پلار مشورو ته ضرورت لري.

ځواني یوه مهمه او طوفاني  دوره ده، په دې دوره کې د یوشخص ټولنیز شخصیت غوړيږي او د کورنۍ له چوکاټه بهر خپلې اړیکې زیاتوي.  د ډېری خلکو باورونو په خلاف ځوانان مهربان او همکار دي، مګر دوی لاهم تجربې ترلاسه کولو ته اړتیا لري، کوم چې د ناڅاپي پېښو لامل کېدای شي.

د نوو ځوانانو په اړیکو کې له دیارلس کلنۍ وروسته په ناپوهېدلي توګه اساسي بدلونونه راځي. بلوغ په نوو ځوانانو کې داسې بدلون راوړي، لکه دوی چې نوي زیږیدلي اوسي. هغوی هرڅه هېروي، نامنظم او یو څه هوایي کېږي. له بلې خوا د دې بدلونونو له امله دوی ځینې وختونه ارامه کېږي او پخپله ځان  کې ډوبېیږي.

‌ډېری ځوانان په دیارلس کلنۍ کې له پخوا مهربانه کېږي، نو په دې دلیل موږ غوره فرصت لرو، چې دوی سره نږدې شو. دا ترټولو غوره وخت د فاصلو له منځه وړلو و بچیانو ته د نږدې کېدو لپاره دی او په ځانګړې توګه هغو والدینو ته چې په کوچنیتوب کې یې خپلو ماشومانو ته د مصرفیتونو له امله مینه نه وي ورکړي.

څومره چې کولی شو، باید د خپلو بچیانو له دیارلس کلنۍ دورې څخه استفاده وکړو، ځکه دیارلس کلن ځوانان ډېر زر په هوا کېږ، دوی خپل خوی بدلوي او په یو سرغړوونکي څوارلس کلن ځوان بدلېږي، هغوی ډېر زر احساساتي کېږي، غواړي هر څه په خپله وازمایي او تل زموږ سره په بحث اخته وي.

په دې طوفاني دوره کې د اغېزمنو خبرو اترو سمه لاره دا ده چې هغوی سره ډېر حساس چلند ونکړو، ډېر یې د جیدی څار لاندې ونه نیسو او تر یوه بریده یې خپلې خوښې ته پرېږدو. په دې عمر کې بچیان غواړي ازادي ولري، په داسې وخت کې چې لا باید ډېر څه زده کړي او ډېری وختونه د مور و پلار مرستې ته اړتیا لري. هغوی باید دا زده کړي چې دقیق و مسؤل اوسي او هغوی سره د اړیکو ټینګولو، فکري رغښت او ګډ کار کولو لپاره دا ترټولو ښه وخت دی.

د ځوان سره په اړیکه کې، د هغه / هغې خپلواک شخصیت ته درناوی وکړئ او د هغه ستونزو ته پاملرنه وکړئ. دا پاملرنه هغه هڅوي، چې خپله د خپلې ستونزې حل لپاره لاس پکار شي. ممکن ډېر پوښتنې په خپل شخصي ژوند کې مداخله وګڼي.  تنکي ځوانان هر وخت د هغه څه په اړه خبرې کوي، چې دوی یې په اړه خبرې کول خوښوي. امکان لری زموږ بچیان ځيني وخت داسې غوښتنې وکړي، چې له توان څخه یې پوره وي، په داسې حالاتو کې باید هڅه وشي چې په هغه کې امید، ارزو او… تقویه او هغه لارې ورته برابرې کړو چې دوی خپلو هیلو ته ورسوي. د بېګلې په توګه: که زموږ ماشوم  ووايي :چې زه غواړم موټر چلوونکی شم، نو موږ باید ونه وایو چې تراوسه دومره کۍ یې.

د نوې ځوانۍ دوره او په ځانګړې ډول د دې دورې په اخرې کې د پرتله ییز عدالت احساس پیداکېږي، چې شخص د نورو او ځان لپاره عدالت کوونکی چلند خوښه وي. تنکي ځوانان ډېری په داسې بېلګو کې د خپلو ملګرو والدین مور او پلار ته یادوي او په دې برخه کې هغوی سره په خبرو پیل کوي. د مثال په ډول، د هغوی چلند، اقتصادي و کاروباري حالت او د هغوی ظاهري بڼه د خپلو والدینو مخې ته ږدې له دوی او خپل څنګ کې خلکو څخه د سم او ښه چلند غوښتوونکي وي.

په راتلوونکو مرحلو کې، ځوان غواړي خپلې پخوانۍ ګرمې اړیکې له کشرګوني سره کمې کړي، چې دا امر په ټولنیزو برخو کې د نوو اړیکو پیل لامل ګرځي او که دا پړاوو په سمه توګه مخ ته لاړشي، یوه ښه تولنیز شناخت به د نوې ځوانۍ په پاې کې رامنځته شي.  پدې توګه ، د ټولنیزو اړیکو رامینځته کولو او مختلف ټولنیزو رولونو لوبولو لپاره اړین ډګرونه چمتو کېږي.

ځوانان د ټولنیزو اړیکو په جوړولو کې د ځان په اړه د نورو فکر ته ډېر اهمیت ورکوي. په دې دلیل ځان داسې جوړوي چې نور دوی ومني. لارښود ، والدین ، ​​ښوونکي او نور لویانو د خبرو اترو لاره د نورو لخوا د دوی منلو په اړه د ځوانانو په لید باندې خورا مهم اثر لري.

که د یو ځوان ټولنیز پرمختګ په سمه توګه ترسره شي او ټولنیز مناسب شناخت ومومي، نو وروسته به دیو ټولنیز ځوان په څېر نورو سره د اړیکو جوړولو مؤثر مهارت په درلودلو ټولنې ته ننوځي،‎ خو که چېرې داسې ونشي، انحرافات او ټولنیز ناراحتۍ په ځوان کې له فکر دومره لرې خبرې ندي. نو په دې ترتیب ویلو شو، چې د ځوان ملګري کولی شي په هغه منفي او مثبت اغېز ولري. د تنکي ځوان ملګري کولی شي، د هغه د ژوند په  حساسو پرېکړو خورا هم اغېز ولري.

پلار او مور په دې برخه کې مهم رول لري، که چېر ته په غېرې مستقیم ډول وشي کولی، چې خپلو اولادونو سره د ملګري په پيداکول کې مرسته وکړي، په حقیقیت کې د ځوان سره په ټولنیز شناخت جوړولو کې مرسته کړې، پدې توګه یې ځوان د شخصیت جوړیدو پرمهال، هغه د ټولنیز متوازن شخصیت لوري ته رهبري کړی.

 




سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې ... نور ولولئ