توماس نیکولسن: د مذاکراتو او سولې لپاره ځانګړی شوی وخت په خلاصېدو دی

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د افغانستان په چارو کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، ددې اړتیا ده چې بین الافغاني مذاکرات چټک شي، ځکه په دې برخه کې ډېر ځنډ رامنځ ته شوی او ځانګړی شوی وخت هم مخ په خلاصېدو دی.

د نیکولسن په وینا په مذاکراتو کې هېڅ راز پرمختګ نه دی رامنځ ته شوی او طالبانو لا هم خپلې غوښتنې د مذاکراتو مېز ته نه دي راوړې.

نوموړی وایي ددې جدي اړتیا ده چې په افغانستان کې روانه جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسېږي او نړیوالو ته په کار ده چې د سرتېرو د ایستلو پر مهال پر طالبانو فشارونه هم ډېر کړي.

نیکلسن د سولې په برخه کې د پاکستان رول مهم بللی دی او په وینا یې دغه هېواد باید د افغانستان د سولې اهمیت درک کړي او له دې پروسې سره دې رښتینې همکاري وکړي.

د اروپايي ټولنې دغه لوړپوړي ديپلومات له پاکستاني چارواکو سره هم پر افغان سوله خبرې کړې دي او وایي چې اوسنی وضعیت بوږنوونکی دی او پرمختګ نه تر سترګو کېږي.

په ورته وخت کې د امریکا د کانګریس پخواني غړي ډانا روهرا باکر ویلي په افغانستان کې د پاکستان پر شل کلنه جګړه او لاسوهنه سترګې نه شي پټېدلی خو اوس ددې وخت دی څو دغه هېواد د ترهګرو ډلو له ملاتړ را وګرځول شي او دا ډاډ تر لاسه شي چې دوی به په افغانستان کې لاسوهنه نه کوي.

نوموړي ویلي د افغانستان ستونزه یوازې طالبان نه دي، بلکې ددغه هېواد جغرافیايي موقعیت، دلته د نړیوالو ګټې او له وسله والو ډلو د بهرنیانو ملاتړ هغه څه دي چې په دې هېواد کې یې سوله سخته او جګړې شدیدې کړې دي.

هغه ټینګار کړی چې نړیوال باید په افغانستان کې پر سوله سره سلا شي، د سیمې هېوادونه دې خپلې ګټې د جګړې له لارې نه پالي او افغانان دې په دې پوه شي چې دوی په مهم موقعیت کې پراته دي او باید د نړیوالو د دسیسو ښکار نه شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي