له کوره دباندې افغان میرمنې کومو ستونزو سره مخ دي – کابل پوهنتون له استادې سره مرکه

هغه افغان میرمنې چې له کور څخه دباندې کار کوي، په ټولنه کې له کومو ستونزو سره مخ دي؟ په دې اړه د کابل پوهنتون له استادې او ټولنیزې فعالې محموده تقوا میلاد سره مرکه.

استاده محموده تقوا میلاد، چې زموږ د ټولنې له فعالو غړو څخه ده او په بېلا بېلو برخو کې یې کار کړی. ټولنیز فعالیتونه لري، له نوموړې څخه به یې په دې مرکه کې واورو، چې هغه میرمنې چې له کور څخه دباندې کار کوي په ټولنه کې له کومو ستونزو سره مخ دي.

مرکیاله: شبانه پوپلزۍ
مرکه کېدونکې: محموده تقوا میلاد     

شبانه پوپلزۍ:سلامونه استادې په دې هیله چې جوړه به وئ او ژوند مو په خیر وي.مننه چې خپل قیمتي وخت مو راکړ.

استاده محموده تقوا میلاد: د لوی څښتن تعالی په سپیڅلي نامه سلامونه تاسې ته او قدرمنو لوستونکو ته. مننه هیله ده، چې ته هم جوړه اوسې

پوپلزۍ:استادې دا چې تاسې د پوهنتون له استادۍ پرته په نورو برخو کې هم کار کړی او فعالیتونه لرئ، که د خپلو ټولنیزو فعالیتونو او نورو دندو په اړه مو لوستونکو ته معلومات ورکړئ؟

تقوا میلاد: زه اوس مهال په کابل پوهنتون کې استاده یم، خو له دې سربېره زه په یو شمېر ثبت او راجستر مدني ټولنو او نورو نیټ ورکونو کې د همغې شبکې د ټاکل شوې غړې په توګه او په یو شمېر شبکو کې د یوه بل پوزیشن په توګه مسؤلیت ترسره کوم. سره له دې چې په مدني ټولنو کې معاش نشته او باید رضا کارانه کار ورسره وکړې، زه هم خپل هغه وخت چې یو انسان یې ځان ته ځانګړی کوي او د تفریح یا استراحت له پاره ګټه ترې اخلي؛ هغه ما ټول مدني فعالیتونو ته ځانګړی کړی، زه احساس کوم، چې که په یو ځای کې زما په ګډون او له ماسره په مشورې یوه غوټه پرانستل کېږي او زما د ټولنې د خلکو ستونزې پرې حل کېږي، نو زه خوشحاله یم چې خپل هغه وخت د خپل ولس او خلکو له پاره ځانګړی کړم، نسبت هغې ته چې زه په هغه وخت کې تفریح وکړم او یا استراحت وکړم. په رسنیو کې مې هم کار کړی، تقریباٌ اووه اته کاله په یوه خصوصي راډیو کې د ویاندې او مدیر مسؤلې په توګه پاتې شوې یم. د ځینو مجلو د مسؤل مدیرې په توګه مې هم کار کړی، له ځینو ادارو سره مې د ژباړونکې په توګه کار کړی. د ځینې ملي نادولتي ادارو په رسنیو او ټولنیزو برخو کې مې هم کار کړی.

پوپلزۍ: زموږ ټولنه یوه دودیزه ټولنه ده، په داسې یوه ټولنه کې چې یوه میرمن کار کوي، کوم ټکي باید په پام کې ونیسي، تر څو په خپلو چارو کې بریالۍ شي؟

تقوا میلاد: زه فکر کوم چې په دودیزې ټولنو کې د میرمنو له پاره کار کول ډېر ستونزمن دي، نسبت نارینه وو ته ښځو ته ډېره ګوته نیول کېږي؛ د دوی په لباس، د تګ او راتګ په وخت، هغه اورګان کې چې کار کوي، په هغه ځای په تحصیل یې په هر څه یې نیوکه کېږي. که میرمنې د دې هڅه وکړي، چې تل خلکو ته قناعت ورکړي؛ نو زه فکر کومه چې د دوی ټوله انرژي به په همدې خلاصه شي، ځکه خلک قناعت نه کوي. نو غوره به دا وي، چې میرمنې په ځان کې هغه مذهبي، فرهنګي او ټولنیز مسایل چې خلک یې پر وړاندې ډېر حساس دي حل کړي. پاتې شوې هغه وړې وړې خبرې، چې بیا هم خلک نیوکه کوي، بیا دې هڅه وکړي، منطقي دلیل و وایي او هغه خلک چې د دوی شا او خوا دي، هغو ته قناعت ورکړي، تر څو هغوی نورو ته قناعت ورکړي او همدغسې د نیوکې کچه کمه کړي. موږ افغانان په سلو کې ۹۹ سلنه د نورو په ژوند کې مصروفه  یو تر څو پر نورو نیوکه وکړو. د دې پر ځای چې هغه انرژي د ځان د پرمختګ او خپل ژوند له پاره مصرف کړو هغه په نور نیوکه کولو او د هغوی پر ژوند مصرفوو. نو زه فکر کوم چې په داسې یوه ټولنه کې چې موږ یې لرو، ښځې باید ډېرې خپلو کړو وړو ته متوجه واوسي. کله چې یوه میرمن یا یوه نجلۍ له کوره څخه وځي هغه نه یوازې دا چې د ځان او خپلې کورنۍ مسؤلې دي، بلکې د یوې لوې ټولنې مسؤلې هم دي. کله چې یوه میرمن یا نجلۍ له کوره دباندې وځي او هغه داسې لباس واغوندي یا ناسته پاسته او کړه وړه ترسره کړي، چې زموږ د د ین او فرهنګ خلاف وي، کله چې یو پلار یو ورور خصوصاٌ هغه کسان چې د کور پر میرمنو ولکه لري او د دوی د ژوند برخلیک ټاکي. نو هغو کسانو ته دا حساس پریوځي او دوی داسې فکر کوي، چې که زه خپله خور یا لور پریږدم د دندې او زده کړې له پاره نو دغسې به شي، لکه دغه چې ده. چې په دې سره د یوې میرمنې یا نجلۍ د دندې او زده کړې د ازادۍ مخه نیول کېږي. نو زما پیغام هغو خویندو ته چې ښوونځیو ته ځي، پوهنتونونو ته ځي، دندې ته ځي په خپلو اړیکو کې په خپله ناسته پاسته او د تګ او راتګ په وخت کې د خپلو جامو په ټاکنه کې ډېرې متوجه و اوسي، تر څو دوی د دې لامل نه شي، چې په یو بل چا باندې ازادي محدوه کړي. دوی باید په ټولنه کې ښه الګو شي تر څو هر څوک زړه شه کړي،چې خپلو خویندو او لورګانو ته د دې اجازه ورکړي، چې زده کړې وکړي او دندې ته ولاړې شي.

پوپلزۍ: استادې ستاسې په نظر هغه افغان میرمنې چې له کور څخه دباندې کار کوي، په ټولنه کې له کومو ستونزو سره مخ دي؟

تقوا میلاد: زه فکر کوم یوازې میرمنې نه بلکې هغه نجونې، چې ښونځیو ته ځي، مدرسو ته ځي، پوهنتونونو ته ځي او هغه میرمنې چې اړ دي د خپلو بچو له پاره د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو له پاره د خلکو په کورونو کې کالي و مینځي، په بازار کې ترکارۍ پاکې کړي، په دفترونو کې اشپزی وکړي حتی هغوی هم تر نیوکې لاندې راځی. که مستقینماْ نیوکه و نه کړي په ذهنونو کې یې را ګرځي، چې دا ښځه  په دې وخت کې دلته څه کوي. د میرمنو د تګ او راتګ په وخت هم نیوکه کېږي، که یوه ښځه مریضه وي او یا کومه بله جدي ستونزه ولري او ماښام له کوره ووځي، پر هغې نیوکه کېږي، پرته له دې چې فکر وشي، اړتیا به یې وي. زه فکر کوم چې شپه او ورځ توپیر نه لري، هغه کسان چې د ښځو خوندیتوب یې له منځه وړی، هغه دا و وایي، چې موږ ته شپه او ورځ توپیر نه کوي او موږ د خلکو خوندیتوب ته ضرر نه رسوو که هغه ښځه وي او که نر په دې کې بیا د وخت او ناوخته وتلو هېڅ توپیر نشته. د ښځې په لباس او د لباس په رنګ نیوکه کېږي، خو که نارینه څومره خراب لباس واغوندي نیوکه نه پرې کېږي. د مینې په اړیکه کې نیوکه تل په نجونو کېږي او د نجونو نوم بدیږي. نو زه دې پایلې ته رسېږم، چې نیوکه تل په هغه چا کېږي، چې کمزوري وي او زموږ په ټولنه کې ښځه ډېره کمزورې او محتاج ده؛ نو ځکه تل نیوکه پرې کېږي.

پوپلزۍ:  دا چې میرمنې په ټولنه کې له بېلا بېلو ستونزو سره مخ دي، ډېری کسان یې لامل خپله میرمنې او د دوی ځینې ناسم کارونه ګڼي ستاسې په اند دا ادعا څومره ریښتینې ده؟

تقوا میلاد: نه زما په اند دا  ډېر په میرمنو پورې اړه نه لري، ځکه دلته ډېر داسې کسان دي، چې دې ته په کمین کې ناست وي، چې د نورو په ژوند نیوکه وکړي او ګوته ورته ونیسي. زما په اند به په سلو کې لس یا شل تنه داسې میرمنې وي، چې د دوی لباس، ناسته پاسته او کړه وړه د دې لامل شوي وي، چې نورو میرمنو او یا ځان ته ستونزې جوړې کړي. نو خبره دا نه ده، بلکې اصلي خبره دا ده، چې نیوکه تل په هغه چا کېږي، چې کمزوري وي، لکه زموږ په ټولنه کې چې ښځې دوهم جنس ګڼل کېږي. که یو نارینه هر ډول خپل ویښته جوړ کړي، هر ډول ریشخند په ږیره ووهي، شراب و خوري، له پردیو نجونو سره وګرځي، څوک نیوکه نه پرې کوي، خو که کومې ښځې دا ډول کارونه وکړه، بیا د ټولو تر نیوکې لاندې راځي، ځکه ښځو دا کارونه کړي نه دي او له بلې خوا کمزورې دي.

پوپلزۍ: یوه بله ستونزه چې زموږ په ټولنه کې ده، هغه دا دی، چې زموږ د ټولنې د ډېری کسانو په اند د ښځې کار کول او دنده یو عیب ګڼل کېږي، څنګه کولای شو، چې د خلکو دې ذهنیت ته بدلون ورکړو؟

تقوا میلاد: زما په اند یوازینی شی، چې کولای شي، د خلکو ذهنیتونو ته بدلون ورکړي؛ هغه د علم پرمختګ دی، ځکه علم دی، چې تیارې له منځه وړي او جهل او ناداني ختموي. بل عامه پوهوی دی. چې په مسجدونو، ښوونځیو، پوهنتونو کې باید په دې اړه ځوانانو ته عامه پوهاوی ورکړل شي. د دې تر څنګ د اطلاعاتو او کلتور وزارت دنده لري، چې په دې اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي. رسنۍ دا دنده لري.

پوپلزۍ: تاسې چې دا دومره موده کار کوئ او فعالیتونه لرئ؛ داسې کله شوي، چې د ټولنې منفي خبرې مو د پرمختګ مخه ونیسي؟
تقوا میلاد: نه یوازې زه بلکې ډېرې میرمنې چې په دې ټولنه کې کار کوي، د ټولنې له بې ځایه نیوکو سره مخ دي هغه مسایل چې په دین کې نه وي راغلي او د دودونو برخه وي او دوی دومره کلک نیولي وي، چې دیني مسایل هم دومره کلک نه نیسي، لکه دودیز مسایل چې نیسي. موږ یو ساده فارمول لرو. که دا کار داسې وکړو خلک به څه وایي چې یو عالم دی، هغه هم په دې اړه وایي: کله چې موږ وایو خلک به څه وایي، که دا ګړۍ زموږ په وجود کې په میلیونونو هیلې او په میلیونونو د پرمختګ پلانونه  مري موږ بیا هغه کار نه کوو. موږ په همدې خبره چې دا خلک به څه وایي، ډېر څه مو نه دي کړي او ډېر څه مو له لاسه ورکړي. سر له دې چې له دیني اړخه به  له دین سره چې موږ یې مسؤل یو هېڅ ټکر نه لري.خو موږ له دې نا توانه یو چې خلکو ته قناعت ورکړو او یا د دې حوصله نه وي. ځکه دلته منطق او استدلال نشته.

پوپلزۍ: میرمنې څنګه کولای شي، چې د خلکو د دومره منفي خبرو سربېره په خپلو کارونو کې بریالۍ شي؟ یعنې څنګه د ټولنې له منفي افکارو سره مبارزه وکړي؟

تقوا میلاد: ما مخکې وویل چې د دې پر ځای چې مېرمنې خپله انرژي خلکوته په قناعت ورکولو او مبارزه کې تېر کړي،چې ټوله انرژي یې په دې ختمه شي، یعنې دا سمه خبرده،چې خلکو ته باید قناعت ورکړو، خو د وخت په تېریدو سره ورو ورو تر څو په ټولنه کې یو مثبت ذهنیت را منځته شي: خو د دې پر ځای ښځې باید هغه حساسیتونه چې په ټولنه کې موجود دي دې ته هم باید پام وکړي او د پرمختګ تږې باید ډېرې و نه اوسي. ورو او سیستماتیک حرکت وکړي او همداسې منظم پرمختګ وکړي او که چېرې دوی هڅه کوي چې په ډېر کم وخت کې ډېر زیات او ګړندی پرمختګ وکړي؛ نو دوی به ولویږي او ماته به وخوري، ځکه چې په تیز حرکت سره د انسان په مخکې چې کله موانع راځي، نو خامخا لویږي اما کله چې ورو ځي هغه موانع چې مخې ته راځي دوی کولای شي، چې خپل مسیر ته بدلون ورکړي. نو په کار ده چې ښځې په ټولنه کې هغه حساس اړخونه چې دي، د هغو به مقابل کې احتیاط وکړي او بل دا چې د وخت په تېریدو سره د ذهنیتونو په بدلون کې دوی خپله ونډه واخلي.

پوپلزۍ: ستاسې په نظر میرمنې څومره کولای شي، چې په ټولنه کې مثبت بدلون راولي؟

تقوا میلاد: ښځې کولای شي چې په تولنه کې مثبت بدلون راولي اما په هغه صورت کې چې ښځې د دې جوګه شي، چې دوی مثبت بدلون راولي. کله چې موږ ښځې ته د زده کړې حق نه ورکوو، کله چې ښځې ته ازادي نه ورکوو، کله چې ښځه موږ په داسې یو لیول کې پرې ایښې چې تل باید یو چاته لاس ونیسي، چې ما ته یو څو روپۍ راکړه، چې د موټر کرایه یې کړم یا هم ښځه موږ په داسې یوه  سرحد او برید کې پرې ایښي چې دباندې ځي او و وایي، چې ما سره لاړ شئ، چې زه ډاکټر ته ځم، کله چې د ښځې ټول واکونه د بل په لاس کې دي، نو په داسې یو حالت کې باید موږ د دې توقع و نه لرو چې ښځه دې په ټولنه کې مثبت بدلون راولي، خو که موږ ښځې ته په هغه سترګه وګورو لکه یو نارینه ته چې ګورو او هغه ازادي ورکړو، په دې وخت کې بیا ښځه په ټولنه کې مثبت بدلون راوستی شي.

پوپلزۍ: استادې د وروستۍ پوښتنې په توګه که راته و وایاست، چې هغو میرمنو ته مو پیغام څه دی، چې دوی په ټولنه کې کار کوي او فعالیتونه لري، څه ډول کولای شي، چې پرمختګ وکړي؟

تقوا میلاد: له بده مرغه زموږ په ټولنه کې ډېری ښځو ته داسې یو ذهنیت ورکول شوی، چې ته به لویه شې او بیا به واده شې، هلته به یو شهزاده وي تاته به هر څه هغه راوړي، یعنې ستا خوراک پوښاک او  هر څه او ته به په هغه پورې اړوند یې او ژوند به کوې. که چېرې د ښځې له ذهنه دا ذهنیت لیرې شي او هغه په دې نیت زده کړه وکړي، چې یوه ورځ به زه ښه دنده ولرم او د خپلې زده کړې او دندې له لارې به خپل هیواد او خلکو ته یې خدمت وکړم. زه غواړم مثبت بدلون راولم. که دا دول عقیده وي، نو دوی پرمختګ کوی شي. زموږ کورنۍ په ماشومتوب کې زوی ته قلم او کتابچه موټرک، تفنګچه راوړي او لور ته بیا نانځکه راوړي، تر څو هغې ته دا احساس ورکړي، چې ته په اینده کې مور کېږې او ستا دنده د ماشومانو روزل دي، نور ته په دې ټولنه کې کوم مسؤلیت نه لرې. دا په خپل ذات موږ له یو انسان څخه د هغه د فعالیت انرژي سلبوو. موږ باید ډېرو کوچنیو ټکو ته پام وکړو که زوی ته قلم او کتابچه رواړو نو لور ته یې هم باید راوړو او دا احساس ور نه کړو، چې ته باید یوازې ځان سینګار کړې ګوتې، ګل مېخۍ و کاروې او ماشومان و روزې.

وروستي مطالب