په امریکا کې سختو توپانونو اویا کسان وژلي دي.
د راپورونو له مخې د امریکا په کنتاکي ایالت کې سخت توپان او دوړې شاوخوا ۷۰ کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.
دې توپان د امریکا په نورو ایالتونو کې هم د خلکو کورونه ویجاړ کړي او مرګ ژوبله یې اړولې ده.
امریکايي چارواکو دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو سخت توپان بللی دی.
جو بایډن په یوه اعلامیه کې ایالتي حکومت ته د هر ډول مرستې امر کړی دی او په خبره یې د خلکو اړتیاوې دې پوره کړل شي.
راپورونه وایي چې په کنتاکي او نورو ایالتونو کې دغه توپان پراخې ویجاړۍ رامنځ ته کړې دي.
بلخوا د بېړنیو مرستو ادارې وايي چې ښایي د مړینې شمېره تر سلو هم واوړي، ځکه لا هم ډېری کورونه ویجاړ دي چې عملیات پکې روان دي.