امریکا وایي له افغانستان سره بشردوستانه مرستې ډېروو

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

امریکا له افغانستان سره د لا ډېرو بشردوستانه مرستو د ترسره کولو ژمنه کړې ده.

د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د ملي مصالحې عالي شورا له پخواني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره خبرې کړې دي.

په دې ټلیفوني مکالمه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت، بشري مرستو، روغتیا او زده کړو خبرې شوې دي.

ډاکټر عبدالله عبدالله په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې په دې مکالمه کې په یادو برخو کې د همکاریو د نوي باب پر پرانیستلو او نوو پروګرامونو خبرې شوې دي.

ټام وېسټ هم وایي چې له ډاکټر عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یې ګټورې ټلیفوني مکالمې لرلې دي او له افغانستان سره پر مرستو خبرې شوې دي.

امریکا داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې تازه یې له افغانستان سره شاوخوا ۳۰۸ میلیونه ډالر بشردوستانه مرسته اعلان کړې ده.

امریکا لا هم د افغانستان تر ټولو ستر مرستندویه هېواد دی.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي