د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د زیمبابوې خلاف راتلوونکو سیالیو د ترسره کولو په موخه متحده عربي اماراتو ته تللې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ د غواراوي کمیټې د زیمبابوې خلاف راتلوونکو ۲۰ اوریزه او ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو ته ۱۵ کسیزه لوبډلې اعلان کړې دي، چې پکې د کرکټ اوسنيو او پخوانیو لوبیدونکو لوبغاړو ته په لوبډله کې ځای ورکړل شوی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د ملي لوبډلې د لوبغاړو د غواروي په موخه یې په ننګرهار کې تمریناتي کیمپ پیل کړی و، چې پکې یې د دغه سفر لپاره د لوبډلې لوبغاړي انتخاب کړل.
افغان کرکټ بورډ وايي، دغه سیالیو ته د ښه چمتوالي په موخه يې اوس په متحده عربي اماراتو کې لوبډلې تمریناتي کیمپ پیل کړی دی، چې د متحده عربي اماراتو پر وړاندې به هم یو شمیر تمریناتي سیالۍ ترسره کړي.
افغان لوبډله به د زیمبابوې خلاف د خپلو دوه شل اوریزه او پنځه ۵۰ اوریزه کرکټ کیدونکو سیالیو لړۍ د راتلونکې فیبرورۍ میاشتې په ۵ مه نیټه په شل اوریزه سیالیو سره پیل کړي، چې د روان ۲۰۱۸ م کال لمړنی سیریز به وي.