- راټولونه: صدیقه پوپلزۍ
د لوی احمدشاه بابا مور زرغونه انا په خټه الوکوزۍ وه، د خپل وخت يوه پوهه او هوښياره مېرمن وه. د دې لپاره دا وياړ بس و چې نه يوازې يې د احمدشاه بابا روزنه کړې وه، بلکې په لويوالي کې يې هم کله چې احمدشاه بابا د يوې لويې جرگې له خوا زموږ د هېواد د مشر او د ساتونکي په توگه وټاکل شو، نو د يوې لويې مشاورې په توگه یې ورسره مرسته کوله.
وايي کله چې په ١١٧٤هـ ق يا ١٧٦١م کې احمدشاه بابا د دولت مشران راټول کړل، چې د کندهار نوی ښار جوړ کړي او د دښمن د احتمالي حملې د مخنيوي لپاره لازمي چارې وسنجوي، نو تر ډېرو خبرو وروسته دا خبره ومنل شوه چې د ښار پر شا و خوا دې اووه دېوالونه او اووه خندقونه را وگرځول شي، چې له دې لارې د ښار خلک د دښمن له حملې وژغورل شي.
کله چې زرغونه انا له دې حاله خبره شوه، نو سمدستي يې احمدشاه بابا را وغوښت او ورته ويې ويل: “زويه! دا خبره ټينگه په غوږ کي ونيسه، چې افغانان هېڅکله د خاورو په دېوالونو او د اوبو په خندقونو ځانونه نه ساتي.
په دې خندقونو او دېوالونو به يوازې زه او ته وژغورل شو، هغه ستا نور وروڼه او خويندي چې تر دې دېوالونو او خندقونو څخه دباندې پاتې دي ايا هغه له تا څخه ساتنه نه غواړي او نه هغه افغانان دي؟ او بل دا چې ته بايد دومره انتظار ونه کړې چي دښمن د ملک تر سرحدونو راتېر شي او ستا ښار ته را و رسيږي.”
د زرغونې انا د مړينې کال نه دی معلوم، خو داسې ويل کېږي چې د ١١٧٤ هـ ق او ١١٨٦ هـ ق کلونو ترمنځ به وفات شوې وي. قبر يې د کندهار د ښار د کوهک په کلي کې دى.
استاد عبدالروف بېنوا یې په خپل کتاب «پښتنې مېرمنې» کې داسې راپېژني: “زرغونه انا د اعليحضرت احمدشاه بابا مور وه، چې دا پښتنه مېرمن د دې هسكو غرو په لمنو كې د پښتونوالي يوه ښه محركه بلل كېږي. زرغونې انا د دې پاكې خاورې د خدمت او لوړوالي لپاره يو داسې نابغه زوى، لكه احمدشاه بابا د پښتانه ملت ته تقديم كړ.
او لكه احمدشاه بابا چې د «بابا» لقب وړى دى، هم دغه رنگه دې پښتنې مېرمنې د «انا» لقب گټلى دى، او تر اوسه يې په پښتني دنيا كې نوم ژوندى دى.
زرغونې انا تل له خپل نابغه زوى سره په ښو ښو افكارو كې مرسته كوله، لكه په خپلو پاكو شيدو كې چې يې د پښتونوالي غذا وركوله، هم دا شان يې د پښتونوالي او غيرت درس په خوله ورښووه.
په (1174 هـ) چې احمدشاه بابا د پښتنو مشران او نور اركان را وبلل چې د كندهار د نوي ښار د جوړولو لپاره يوه سمه صحيحه نقشه طرحه كړي، تر ډېرو نظريو وروسته دا نظريه خوښه شوه چې ښار بايد اووه دېوالونه او څو خندقونه ولري چې د دښمن له حملې څخه خوندي شي. دا نظريه ټولو و منله، مگر په دې حال كې زرغونه انا خبره شوه، اعليحضرت احمد شاه بابا يې كور ته و غوښت ورته وې ويل چې زويه! دا خبره ټينگه په غوږ كي ونيسه چې پښتون هېڅكله د خاورو دېوالو ته پناه نه وړي، او نه په خندق ځان له غليمه خوندي كوي. پښتون د خداى (ج) په مرسته او په خپل وچ موټ ځان او وطن ساتي. كه ته پښتون وې او په حقيقت كې د پښتانه له غيرته ډكې وينې تر تا پورې را رسېدلي وي، نو په خپل پښتني همت او استقامت به ځان، پښتون او وطن وساتې. . . خوشي دېوالونه او خندقونه مه جوړوه!!
په دې دېوالونو او خندقونو به يوازې زه او ته خوندي شو، هغه پښتنې ورېندارگانې او پښتانه وروڼه چې د دې خندقونو او دېوالونو و ها خوا ته دي، هغه نو له تا څخه ساتنه نه غواړي؟ او زموږ پښتانه نه بلل كېږي؟؟ او ته هم بايد دومره انتظار ونه باسې، چې دښمن تر ښاره را ورسېږي!
هغه و، چې د احمد شاه بابا له مغزو څخه هغه دباندينۍ مفكوره ووتله، او يوه معمولي، كلا يې جوړه كړه.
همدا شان نقل كوي چي په 1174 هـ د احمدشاه بابا د ماتې ږغ په درواغو (خلاف له واقع) كندهار ته را ورسېد، خلك د احمدشاه بابا له ماتې او د عسكرو د پو پنا كېدو له آوازې څخه وارخطا ښكارېده، څو دا خبره زرغونې انا ته ورسېده، دې مېرمنې وويل، چې برى او ماتې د تقدير په لاس دى، مگر احمد ځان وژني او ماتې نه كوي!
زرغونه انا د الكوزو ټبر ته منسوبه وه كه څه هم د دې انا د مړينې او اوفات تاريخ څرگند نه دى، خو دوني ښكارېږي چې تر (1174 هـ د كندهار ښار د جوړولو تر تاريخ) وروسته او د احمدشاه بابا په ژوند وفات شوې ده. څنگه چې احمدشاه بابا په (1186 هـ) وفات شوى دى، نو د دې مېرمني وفات د (1174هـ او 1186 هـ) كلونو ترمنځ واقع شوى دى. او د ارغنداو د رود پر غاړه د كوهك په كلي كې يې مزار دى (خداى دې وبخښي)”
نو كه زرغونه انا د دې د ننگيالي زوى احمدشاه بابا د زېږېدو پر وخت (1135 هـ) د شلو كالو وبولو او مرگ يې هم مثلاً د 1180 هجري په حدودو كې وگڼو، نو ويلاى شو چې د دې پښتنې انا ژوند د شپېتو، او د اويا كالو په منځ كې وو.