مارچ 2, 2021

په فرانسه کې د (پاریس) لوی جومات

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د پاریس لوی جومات په فرانسه کې تر ټولو پخوانی او پېژندل شوی جومات او اسلامي مرکز دی، چې له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته، د هغو سل زره مسلمانانو د وینو په قدردانۍ کې جوړ شو، چې د فرانسې په دفاع کې یې خپل سرونه بایللي و.
د دغه جومات د بنسټ ډبره په ۱۹۲۲م کې کېښودل شوه. پر فرانسه سربېره ګڼ شمېر هغه هېوادونو چې د فرانسې تر مستعمرې لاندې و، د دغه جومات په جوړولو کې برخه اخیسته ده.
په هغه وخت کې د پاریس پر لوی مسجد پنځه میلیونه پرانکه لګښت راغلی دی. د تونس د وخت حاکم یې د کاشیانو او د مصر پاچا یې د منبر لګښت پرې کړی دی.
جومات په ۱۹۲۶م کې د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیستل شو. معمار یې تر ډېره د مراکش له مساجدو څخه الهام اخیستی او ۳۳ متره لوړه مناره یې هم د تونس د زیتون جومات ته ورته ده.
د پاریس جومات تر ډېره د یوه اسلامي مرکز په څېر کار کوي، چې د ښار نور جوماتونه هم له دغه ځایه اداره کېږي. دغه جومات پرعبادت ځای سربېره، کتابتون، د قران کریم د زده‌کړې مرکز، د کنفرانس سالون، پلورنځی او ګڼ شمېر نور ملحقات لري.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د سوداګریزو لوبو ۵ موخې

لیکوال: سپورټ یاران - برخه : سپورټ

له افغانستان نیولې تر پاکستان، هندوستان، بنګله دېش، سریلانکا، عربي متحده امارات، اسټرالیا، انګلستان، سویلي افریقا، امریکا، ویسټ انډیز او کاناډا سوداګریز لیګونه لري او د نړۍ له مختلفو هېوادونو نړیوال لوبغاړي اخلي او لوبوي ... نور ولولئ