بریا او پرمختګ پوهنه ځوانان او زده کړې د ماشوم نړۍ

د هلمند والي د ۴۰ هيوادونو په کچه لومړی مقام ګټوونکی ماشوم وستايه

لیکنه: مدثر دعوت

خبريال: مدثر دعوت

د هلمند والي تورن جنرال ياسين خان هغه ماشوم وستايه چې د ۴۰ هيوادونو د زده کوونکو ترمنځ د رياضي اړوند سياليو کې لومړی مقام ګټلی.

صبغت الله ۱۱ کلن دی او اصلاً د هلمند ولايت اوسېدونکی دی.

نوموړي په هرات ولايت کې د زده کوونکو ترمنځ په سياليو کې تر ټولو لوړي نومرې ترلاسه کړي وې چې وروسته يې په کمبوديا هيواد کې د ۴۰ هيوادونو د زده کوونکو سره د رياضی په برخه کې سيالي ترسره کړه چې لومړی مقام او وياړ يې د افغانستان او پخپل نوم کړ.

صبغت الله او پلار يې د هلمند د والي سره د هغه په دفتر کې وکتله.

د هلمند د والي په خبرپاڼه کې راغلي چې د صبغت الله سره يې نقدي مرسته کړې او دا ژمنه ورسره سوې چې د ولسمشر محمد اشرف غني سره به ورته د ليدنې زمينه برابروي.

د هلمند والي تورن جنرال ياسين خان د صبغت الله وړتيا او مقام د افغانستان لپاره ستر وياړ بللی او د هر ډول همکارۍ او ملاتړ ډاډ يې ورکړی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ليکوال ژورنالیست دی, د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ