ويټامينونه د انسان په وده او نمو کې اړین مواد دي. زموږ په ورځنيو خوړو کې ډول ډول پروتيني مواد، کاربو هايدريتونه او ويټامينونه شته، چې زمونږ بدن ورته ډېره اړتيا لري.
ويټامينونه په بېلابېلو ډولونو ويشل شوي لکه: ويټامن اې، بي، سي، ډي او نور چې هر يو يي د انسان د روغتيا په برخه اخلي.
ویټامین اې په ۱۹۰۶ز کال کې وپېژندل شو او له دې سره دا په ډاګه شوه، چې د کاربوهایډرېټو، پروټینو او شحمیاتو ترڅنګ نور داسې څه هم شته، چې د څارویو په روغتیا کې ښه رول لري.
هغوی چې د خپلې ښکلا خیال ساتي، نو دا مه هېروئ، چې ویتامین اې په هر موسم کې ستاسو د مخ پوستکي لپاره ګټه لري. په ځانګړې توګه د ژمي موسم کې باید له هغو خوړو څخه ډېره ګټه واخلو چې ویټامین اې لري، ځکه دا ويتامین د پوستکي له وچوالی څخه مخنیوی کوي.
د ويټامين اې (A) ځیني مهمې ګټې په لاندې ډول دي:
۱ـ پوستکي روښانه کوي، او زخم زر جوړوي.
۲ـ د ځوانۍ دانو مخنیوی کوي.
۳ـ پوټکی نرم او روښانه ساتي.
۴ـ د معافیت سیسټم ته وده ورکوي.
۵ـ د سترګو د روغتيا لپاره ګټه لري، او د سترګو ديد ډېروي، چې د همدې ځانګړتیاوو درلودلو لپاره هغه ناروغان چې د سترګو د دید ستونزه لري، ډېره ګټه اخلي.
۶ـ ويټامین اې جنسي قوه زیاتوي.
۷ـ د ماشومانو په وده کې مهم رول لري.
۸ـ ویټامین اې د انټي اکسیډانټ خاصیت لري چې بدن مدافعي سیسیتم پیاوړی کوي.
۹ـ نویو څېړنو دا هم ثابته کړې چې ویټامین اې د سرطان ضد خاصیت لري.
۱۰ـ د زړه حملې څخه مخنیوی کوي.
د ای ويټامين لرونکې مېوې اوترکارۍ کومې دي؟
ویټامین اې په طبیعي ډول په، ګازرې، کبان، د غوایي غوښه، د چرګ غوښه، کچالو، کدو، هګۍ، ام، نخود، تورایي، بادام، ځيګر او ټول د لمر بوټې او مغزونه د A ويټامين لري.