وکیلان: د کرونا لپاره دې ښوونځي او پوهنتونونه نه تړل کېږي

د ولسي جرګې غړو د کرونا له امله د ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو پر رخصتولو غبرګون ښودلی دی.

د ولسي جرګې ګڼو غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې کرونا یوازې په ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو کې نه ده او حکومت ته نه ده په کار چې په دې حساسو شرایطو کې ورته اقدامات ترسره کړي.

وکیلانو زیاته کړه چې په انلاین توګه د زده کړو کیفیت د اندېښنې وړ دی او محصلین نه شي کولی له دې بهیر ګټه پورته کړي.

دوی پر حکومت غږ کړی چې ژر تر ژره په دې اړه پر خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي او په دې توګه دې د لوړو زده کړو بهیر او ښوونځي له خنډ او ځنډ سره نه مخ کوي.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې کابل ښاروالي ویلي، چې تر راتلونکې یوې اونۍ په کابل کې د ودونو صالونونه تړي.

کابل ښاروالۍ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د ودونو تالارونه او هوټلونه د کرونا ویروس د خپراوي تر ټولو ستر لامل دي له همدې امله یې د افغان حکومت کابینه په راتلونکې اونۍ کې د تړلو پرېکړه کوي.

کابل ښاروالۍ ویلي له همدې امله د ټولو هوټلونو مسوولینو ته خبر ورکوي چې تر یوې اونۍ هاخوا نور خپلو محفلونو ته ادامه ور نه کړي او د اونۍ په پای کې به یې هوټلونه تړل کېږي.

هیره دې نه وي چې پرون ورځ ولسمشر غني وویل، چې حکومت د کرونا وبا د دریېمې څپې مهارولو ته بشپړ چمتوالی لري.

نوموړي د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ته سپارښتنه کړې چې د یادې وبا د مخنیوي لپاره دې هم بېړني اقدامات وکړي.

د ارګ د معلوماتو له مخې، ولسمشر غني د عامې روغتیا وزارت د راپور د ارزونې پر مهال وویل، حکومت د کرونا وبا کنټرولو لپاره چمتوالی لري خو په خبره یې، نړیوال روغتیایي بنسټونه دې د موثرې همکارۍ په موخه له افغانستان سره خپلې ژمنې په بشپړ ډول تطبیق کړي.

نوموړي دغه راز ویلي چې د خلکو د واضح عامه پوهاوي ترڅنګ دې له منابعو څخه د ښې ګټې اخیستنې لپاره ولایتي ادارې لا منسجمې او مسوولیتونه واضح شي.




وروستي مطالب

تیم‌سوتي: روهیت شرما په درې‌واړه فارمټونو کې فوق‌العاده لوبغاړی دی

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د نیوزیلینډ د کرکټ ملې لوبډلې تېز توپ‌اچونکي تیم سوتي تازه په یوې مرکه کې د هند کرکټ ملې لوبډلې او د هند ملې لوبډلې د تکړه لوبغاړي روهیت شرما په اړه څرګندونې کړي. تیم ... نور ولولئ