ځیني عادتونه دماغو ته زیان رسوي، خو ځینې نور بیا مه هیروئ

د بدن ټول غړي ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري او د نه پام له کبله ښايي د ګڼو ستونزو لامل شي.

دماغ هم د بدن یوه مهمه برخه ده چې یواځې د څو ساده ټکو په پام کې نه نیولو سره له منځه ځي او زیاتره وخت د حافظې د کمزورې کېدو یا خرابوالي لامل کیږي.

نو د حافظې د ښې ساتلو لپاره دا ټکي مه هېروئ:

لومړنی ګام چې ځینې کسان یې د دماغو په زیانمنېدو کې اوچتوي د سهارنۍ نه خوړل دی.

ښايي دا کار ځینو کسانو ته دومره مهم ونه برېښي خو هغه خوراکي توکي چې د سهارنۍ پر مهال وجود اړتیا ورته لري ښايي د ځینو باور هم ونه شي، نو د سهارنۍ خوړل مه هېروئ چې دماغو ته ښه او کافي خواړه ورسیږي.

خو د نه خوړلو تر څنګ ډېر خوراک هم د بدن د نورو برخو په شان دماغو ته زیان رسوي.

هغه کسان چې د غوړو او ډېرې کالورۍ لرونکو خوراکونو په خوړولو کې لاس نه نیسي، د خپلو دماغو یوه زیاته برخه له لاسه ورکوي.

زیات خوارک د وینې شریانونو د سختېدو یا کلکیدو لامل هم کیږي چې مخامخ د دماغو پر فعالیت اغېز کوي.

د خوږو یا قند ډېر کارول هم د انسان بدن په تېره بیا دماغ له ستونزو سره مخامخ کوي. ځکه د ډېر قند په ترلاسه کولو سره په بدن کې د پروتین د جذبولو چاره کمزورې کیږي چې په دې کار سره دماغ اغېزمنوي.

لږ خوب کول د دماغو د استراحت په وړاندې یو ستر خنډ بلل کیږي، باید په ۲۴ ساعتونو کې اووه ساعته خوب وشي. خو د خوب پر مهال د سر او مخ پټول د کاربن د زیاتېدو لامل کیږي او دماغو ته زیان رسوي.

ډېر سوچ او فکر کول د دماغو د ویجاړېدو یا تخریب یو بل لامل دی. په تېره بیا که د ناروغۍ پرمهال سخت فکري کارونه ترسره کړئ نو دماغ سخت اغېزمن کیږي.

د ناروغۍ پر مهال دماغ آرام یا استراحت ته سخته اړتیا لري.

بل خوا له لږ فکر کولو یا نه خوځښت سره دماغي حجرې لټې عادت کیږي