د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې په دې وروستیو کې په کورونا وایروس باندې اخته شوی، څرګنده شوې، چې هغه دمخه په کورونا اخته شوی و، خو له نړۍ یې پټه کړې وه.
«وال سټریټ ژورنال» یو راپور د سرچینو په حواله لیکلي، چې ډونالډ ټرمپ د خپلې دویمې مثبتې پایلې او احتیاطي تدابیرو خبرداری رسنیو ته ورکړی.
راپور وايي، چې حتا د دویمې پایلي تر مخکې د متحده ایالاتو ولسمشر د کورونا وایروس ټسټ کړئ و، چې پایله یې مثبته راغلې وه.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د مېرمن «میلانیا ټرمپ» د کورونا ټسټ پایله مثبت راغله، چې په اړه یې د امریکا ولسمشر پخپله نړۍ ته د ټولنیزو رسنیو له لارې خبر ورکړ.
وروسته د سپینې ماڼۍ ډاکټرانو وویل، چې ولسمشر ټرمپ او د هغه د مېرمنې روغتیا ښه ده، خو دوی به په سپینه ماڼۍ کې قرنطین شي.
د ټرمپ په کورونا اخته کېدو وروسته، د روسیې او چین ولسمشرانو په ګډون د نړۍ مشرانو د هغه د ښې روغتیا هیلې څرګندې کړې دي.