ژباړه: نسیمه محمدي
هغه تمساح چې آوازه وه، د آډولف هټلر د کورنیو حیواناتو د ډلې او د دویم نړیوال جنګ څخه ژوندۍ پاتې وه، د ۸۴ کالو په عمر د مسکو په ژوبڼ کې مړه شوه.
دا د «زحل» په نامه تمساح د ۱۹۳۶م شاوخوا د برلین ژوبڼ ته وړل شوې وه.
څرګنده نه ده چې د آلماني ډېکټاټور سره اړه لري که نه، خو له دویم نړیوال جنګ وروسته د آلماني مشر د شخصي ملکیت په اړه کیسې ویل کېدې.
په ښکاره د ۱۹۴۳م د نومبر په ۲۳مه د ژوبڼ تر بمبار وروسته، زحل وکولای شول، د ړنګ شوي ژوبڼ څخه وتښتي.
دا چې څرنګه یې وکولای شول د جګړې تر پایه ژوندۍ پاتې شي څرګنده نه ده، خو برېټانوي سرتېرو په ۱۹۴۶م پيدا او روسانو ته ډالۍ کړه.
زحل په ۷۴ کلنۍ کې د مسکو ژوبڼ له مشهورو نندارو څخه وه او خواړه یې د سوې/ خرګوش، موږک او کب غوښه وه.
د شنبې په ورځ د مۍ ۲۳مه د ژوبڼ کارکوونکو خبر ورکړ، چې دا عمر خوړلې تمساح له «اوږد او پېښو ډک ژوند» وروسته مړه شوې ده.
د ژوبڼ په بیانیه کې راغلي: “ډېره هڅه مو وکړه چې له دې تمساح څخه ساتنه وکړو. هر ډول خواړه یې نه خوښول او خوښېدل یې د برس سره یې پوستکی مالش کړل شي.”
د ژوبڼ د کاروکوونکو په وینا، همدا چې د ۱۹۴۶م په جولای کې دا تمساح، مسکو ته ورسېده، آوازه خپره شوه چې د هټلر د کورنیو حیواناتو څخه ده.
د ژوبڼ په بیانیه کې راغلي دي: “سمدلاسه خلکو خپره کړه، چې دا تمساح د هټلر د شتمنیو څخه ده، نه د برلین د ژوبڼ د ژویو څخه.”
خو که دا آوازې او کیسې حقیقت هم ولري، د یو کس د شخصي شتمنیو څخه اوسي، په جګړې او سیاست کې یې برخه نه لره او د انسان د کړنو او خطاګانو پړه د ژویو په غاړه اچول، احمقانه عمل دی.