- لیکنه: صدیقه پوپلزۍ
یورانوس له لمر څخه اوومه سیاره ده. دا سیاره له لمر څخه د زحل دوه هومره فاصله لري. یورانوس هم د زحل او مشتري غوندې یوه ګازي سیاره ده، خو د خپلې ګاونډۍ سیارې، نیپتون په څېر ځینې وخت له کنګل جوړه سیاره بلل کېږي. دا ځکه چې د دې سیارې زیاتره برخه له کنګل موادو څخه جوړه شوې ده.
له دې کبله یورانوس د شمسي نظام تر ټولو سیارو سوړ اتموسفیر لري. د یورانوس سطحه زیاتره له هایدروجن ګاز څخه جوړه شوې، خو یو څه هیلیوم هم لري. ګازي اتموسفیر د سیارې ۲۵ سلنه برخه جوړوي. دا اتموسفیر توپاني دی، خو د زحل او مشتري هومره توپانونه نه لري. له دې کبله د یورانوس سطحه دومره طبیعي جوړښتونه نه لري او یو نواخت ده.
د یورانوس سیارې په اړه معلومات
یورانوس لومړنۍ سیاره ده چې د رومیانو د معبود پر ځای د یونانیانو د یوه معبود پسې نومول شوې ده. د یونانیانو په عقیده یورانوس د اسمان تر ټولو لوی خدای و او له ځمکې مور سره یې واده کړی و. دا سیاره روښانه ابي وزمه شین رنګ لري چې دا رنګ په اتموسفیر کې له موجود میتان څخه اخلي. یورانوس په سترګو لیدل کېږي. یورانوس هم د زحل په څېر کړۍ لري، خو دا کړۍ نازکې او تېره دي. دا لومړنۍ سیاره ده چې معاصر وخت کې د ټلیسکوب په مرسته کشف شوې ده.
هیښنده چورلیدنه
د یورانوس یوه ځانګړنه دا ده چې په څنګ چورلي. که تاسې لمر او د هغه چاپېره سیارې پر یوه جدول انځور کړئ، وبه وینئ چې ټولې سیارې د یوه چورلندي په څېر څرخېږي، خو یورانوس د تشلې په څېر رغړي. زیاتره ساینسپوهان په دې متفق دي چې د یورانوس ځانګړې چورلیدنه له دې سیارې سره د یوه بل سیاره – ډولي جسم د ټکر له کبله رامنځته شوې ده، چې د دې سیارې د مسیر د بدلون لپاره یې کافي ځواک درلود.
له ځمکې سره د یورانوس مقایسه
یورانوس له ځمکې سره ډېر توپیر لري. دا یوه ګازي سیاره ده او سطحه یې له ګاز څخه جوړه ده. په دې مانا چې پر سطحه یې درېدل نه کېږي. څرنګه چې یورانوس له لمر څخه ډېر لري پروت دی، نو تر ځمکې ډېر زیات سوړ دی. له بله پلوه د لمر چاپېره د یورانوس د هیښنده چورلېدني له کبله د دې سیارې موسمي فصلونه له نورو سره یو مخ توپیر لري. لمر د ۴۲ کلونو لپاره د یورانوس پر یوه مخ ځلېږي، خو د ۴۲ نورو کلونو لپاره بیا دا مخ تیاره وي.
د یورانوس په اړه مو څه ډول معلومات ترلاسه کړي دي؟
یورانوس د لومړي ځل لپاره د یوه بریطانوي ستور پوه ویلیم هرشل له خوا وموندل شو. هرشل یورانوس د یوه ټلیسکوب په مرسته کشف کړ. له هرشل وړاندې فکر کېده چې یورانوس به کوم ستوری وي. له هغې وروسته چې بیا یورانوس ته لومړنۍ فضایي څېړنه ولېږل شو، په ۱۹۸۶ م کې د وویاجر ۲ فضايي اله وه. وویاجر ۲ پخپله د یورانوس، د هغې د سپوږمیو او د کړیو تفصیلي انځورونه راوړل.