لیکنه: ملیحه ناصري
۱-منم چې موږ ټول بېتجربې نړۍ ته سترګې پرانیسو او ژر پر یو شي باور کوو؛ خو هغه څوک بریالي کېدی شي چې یوه خبره/ښکارنده ژر ونه مني. د یوې خبرې ژر منل د انسان د ماتې او اندېښنې لامل کېدی شي؛ نو د ځيرک انسان په توګه لومړی ځينو پېښو ته د شک په سترګه وګورئ. د اسلام مبارک دین اصل خوشباوري ده؛ خو ژر باور کول په انسان پورې اړه لري. هر څه ته خپل د خیر وسایل چمتو کړئ، خوشباوره شئ؛ خو ژر باور مه کوئ. لومړی د خبرې ریښې وسپړئ بیا یې ومنئ.
۲-وارخطايي: هر انسان طبیعتاً په ځينو خبرو/پېښو کې چې له کنټروله ووځي، بیا یې سمبالولو ته وارخطا وي. بریالي کسان وارخطا کېږي؛ خو هېڅکله خپل لوری نه ورکوي. لوری نه ورکول د بریالیو کسانو ځانګړنه ده.
۳-تعصب/ دوهګونی چلن: موخې ته د رسېدو یوه لاره نه تعصب دی؛ خو که څوک موخو ته د رسېدو پر مهال ژبني، سمتي، قومې یا هر ډول بل تعصب ته مخ کړي، اصلي موخه ترې پاتې کېږي. بریالي کسان هېڅکله تعصب نه کوي. دوی خپله لاره وهي، په همدې مزل کې تر ځان سربېره خپل خواوشا خلک هم رسوي. دوهګونی چلن عقدې زېږوي، عقدې خلک پاروي چې د موخو پر خوا د روان کس مخه ونیسي او خنډونه ورته جوړ کړي.
۴-لنډمهاله خوند او د ستونزو حللاره: ځيرک او بریالي کسان خپلو ستونزو ته لنډ مهالې حللارې نه پیدا کوي، ستونزه له بیخه باسي. هغه کسان چې په وړو خوښیو او ارامښت باندې بسنه کوي، سبا بیا همغه ستونزه راوژوندۍ کېږي؛ خو بریالي کسان ربړې او ستونزې له ریښې باسي، څو سبا بیا د وخت ضالع کولو لامل ورته نه شي.
۵-غوسه: کله چې څوک د ( خپګان، خوشحالۍ، بېصبرۍ، حقارت، حق به جانبۍ، وفادارۍ، د ملګرتیا….) حسونه ولري، په سمه توګه باید څرګند شي. که چېرې څوک خپل ناخوښي احساسات همکارانو او ملګرو ته د غوسې په چوکاټ کې وښيي، هغوی ترې لرې کېږي، همدا ده چې دنده له لاسه ورکوي او په شخصي ژوند کې هم بریالی کېدی نه شي.
۶-ځانغوښتنه/ځانخوښونه: که چېرې فکر کوئ چې د نړۍ محور تاسو یاست او نړۍ ټوله پر تاسو څرخي؛ نو تېروځئ، دا فکر مو لږ بدل کړئ. بېحده ځانغوښتنه او ځانخوښونه مو په تاوان ده.
۷-په تېر/راتلونکي مهال کې اوسېدل: که چېرې تېر ژوند مو په فکر کې دی او راتلونکي ته یوازې په تمه یاست، په دې مانا چې خپله ځان ناکاموئ؛ ځکه له تېر ژونده یوازې درس اخیستل کېږي او راتلونکې ته کړنلارې جوړېږي. ژوند په اوسمهال کې ضرور دی. اوسنی ژوند مو کنټرول او چارې مو سمبال کړئ.
۸-لټي/سستي: بریالي کسان د سترو هیلو د ترلاسي په پار کار کوي، خوځنده وي، کړنلاره ورته لري. هغه کسان چې خپلو سترو هیلو ته نه رسېږي یو علت یې همدا دی چې هیله لري؛ خو کار نه ورته کوي، ولې یې نه کوي؛ ځکه چې لټ دي.
۹-بېپروايي: ښايي داسې خبرې مو اورېدلې وي چې: « ځه هر شی چې وشول، بیا به ګورو» یا « چندان د اندېښنې/تشویش وړ نه ده/دی». بریالي کسان هېڅکله د یوې خبرې/پېښې اړوند بېپروا یا بېتفاوته نه وي. دوی سر نه پرې خوږوي؛ خو بابېزه یې هم نه ګڼي. یوه کړنلاره ورته جوړوي.
۱۰- نازکطبیعتي: که چېرې دومره نازک طبیعته یاست چې وړه وړه خبره اور دراچوي، پر دې پوه شئ چې په دې ستره نړۍ کې اوږد مزل تر مخې لرئ. شوخ طبعي زده کړئ او دسترو رهبرانو په څېر داسې ځانګړنه پیدا کړئ چې وکولی شئ هر ډول حالات کنټرول او سم کړئ.