ایا په ریښتیا هم د پاکستان مشهور کرکټ ستوری او تېز بالر “شاهین شاه افریدی” د پخواني اتل کرکټر “شاهد افریدي” له لور سره کوژده کړي؟!
د شته ثبوتونو له مخې، یو تن د “عدنان شینواري” په نوم د ټولنیزو رسنیو کارونکي، چې ځان د شاهد افریدي مینه وال بولي، او د ده د کورنۍ غړو سره نږدي اړيکې پالي، په يو ټویټ کې یې د “شاهین شاه افریدي” او د “شاهد افریدي” لور ته د هغه د کوژدې مبارکي ويلې ده.
عدنان شینواري زیاته کړې ده، چې رسمي اعلان او مراسم به په نږدي څو راتلونکو ورځو کې په کراچۍ کې ترسره شي.
خو بل خوا ARY Cricket د افریدي دوی انځورونو په خپرولو سره لیکلي، چې یاده کوژده سراسر درواغ او یو جعلي خبر دی.
خو د دې تر څنګ بيا وتلې ” ډيوه راډيو ” دا خبر تائيدوي، چې د دواړو کورنيو تر منځ د خپلوۍ خبرې شوې دي، خو د کوژدې مراسم به د دواړو خواوو د بوختيا له امله وځنډېږي او يا به هم مستقيم په واده بدل شي.
بل خوا پاکستانۍ رسنۍ “جیو نیوز ” هم په خپل یو رپورټ کې ادعا کړې ده، چې د خپلوۍ لپاره د دواړو کورنیو ترمنځ ټولې چارې سرته رسیدلي دي.
“شاهد افریدی” او “شاهین افریدی” دپاکستان د کرکټ دوه هغه پښتانه ستوري دي، چې د کرکټ ډګر کې یې نړیوال شهرت موندلی دی، او د دواړو تړاؤ دخیبر پښتونخوا، خیبر سيمي سره دی.
په راپورونو کې دا هم ویل شوي، چې د شاهین اپریدي پلار “ایاز خان” رسنیو ته ویلي، چې دواړه کورنۍ له یو بل سره پخوانۍ اړېکې لري او د شاهد اپریدي کورنۍ خپلوۍ ته تياري ښودلي ده، چې ډیر ژر به کوژدنه وشي.
راپورونو کې دشاهد اپریدي دکورنۍ د غړو په حواله ویل شوي، چې د دې خپلوۍ خبرې دتېرو دوه کالو راهیسې روانې وي.
د شاهد اپریدي د کورنۍ سرچینو ویلي، دا مهال شاهین اپریدی په کرکټ لوبه کې بوخت دی او د شاهد اپریدي لور هم لا خپلې زده کړې کوي، ځکه نو د کوژدې رسمي اعلان به څه موده وورسته وشي.