سکیزوفرینیا څه ډول ناروغۍ ده؟ نښې نښانې يې څه دي؟

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

سکیزوفرینیا د یوناني کلمې نه اخیستل شوې، چی سکیزین جداکېدو او فرین فکر ته وایي. په دري کې ورته (جنون مداوم) هم وايي. دا ځکه چې د جوړېدو امکان یې ډېر لږ وي، او دا ډول ناروغان په پوره توګه د ژوند له چارو پاتې کېږي. سکیزوفرینیا یوه عقلي اوعصبي ناروغۍ ده، چې تقریبا د ټولنې یو سلنه خلک د ژوند په اوږدو کې په دې ناروغۍ اخته کیږي، دا ناروغي په ښځينه او نارینه‌وو کې په یو ډول ده.
هغه ماشوم چې مور یا پلار یې په دې ناروغۍ اخته وي، لس سلنه امکان لري چې سکیزو فرینیا پیدا کړي. په دغو مریضانو کې د ډوپامین په نامه کیمیاوي مواد زیاتیږي، او په اناټومیک لحاظ د سر د کوپړی دریم بطین غټیږی.

هغه نارینه چی په دغه ناروغۍ اخته کیږی، د پنځلسو او پنځویشتو کالونو ترمنځ عمر لري، او ښځې چې په دې ناروغۍ اخته کیږي شاوخوا عمرونه یې د پنځویشتو او پنځه دیرشو کالونو ترمنځ وي. دغه ناروغۍ د نړۍ په ټولو هېوادونو او کلتورونو کې لیدل شوې، او زیاتره د ټولنې په ټیټو پوړونو کې وي. په کال کې د دوو ملیونو نه زیات امریکایان په دغه ناروغی اخته کیږی. له ډېر وخت راهیسې دا خبره څرګنده شوې، چی دغه ناروغي په ارثي ډول په کورنیو کې شتون لري، هغه کسان چی په دی ناروغۍ اخته، خپل خپلوان لری زیات امکان لری چی دوی هم د زېږېدو فرینیا په ناروغی اخته شی، نسبت هغو کسانو ته چی په کورنی کی د دی ناروغۍ مخینه نه لري. د مثال په ډول که د یوه زایګوت لرونکې غبرګوني که چېرته، یو یې په سکیزوفرینیا اخته شي نو بل یې څلوېښت تر پنځوس سلنه په ناروغۍ د اخته کېدو احتمال لري. مریضان په ناعادي ډول خپلی سترګې ښوروي او سترګې زیاتی رپوی، د مریض په روش او طرز تفکر کی بدلون راځی. د سکیزوفرینیا وصفي اعراض دا دي، چې ناروغ هالوسینیشن(ناروغ په خپل سر کی غږونه اوري، او بیا د هماغو غږونو ته په ځواب ویلو سره ګډ وي)، بل دغه ناروغان ډیلوژن لري،یانی د ناروغ طرز تفکر ګډ وډ وي، او له حقیقیت څخه لرې عقاید لري، د مثال په ډول ناروغ فکر کوي، چې پولیس په ده پسی گرځي، او یا دا چې مطبوعات د ده په هکله خبرې کوي… د ناروغ خبرې سره تسلسل نه لري او د یوی موضوع نه بلې ته ټوپ وهي. اړینه خبره دا ده چې په دغو ناروغانو کې د ځان وژنې احتمال زیات دی، چې د کورنۍ او طبي پرسونل لخوا باید په ټینګه په نظر کې ونیول شي.