د روغې جوړې هڅې؛ سیاف، کرزی له غني سره کیښناوه؛ ایا کوم جوړجاړی به وشي؟

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
  • لیکنه: غازي عابد

جهادي شخصیت استاد عبدالرب رسول سیاف له تیرو دوو ورځو راهیسې لیدنې کتنې پيل کړې دي.
استاد سیاف چې د محمد اشرف غني نیږدې ملاتړی دی، داسې ښکاري چې غواړي راپورته شوی جنجال د خبرو له لارې حل کړي.
هغه تیره ورځ له پخواني ولسمشر سره ولیدل، د کرزي دفتر وویل د ټاکنو د پایلو پر شمول یې پر یو شمیر نورو مسایلو سره بحث او نظرونو تبادله وکړه.
له ولسمشر غني سره لیدنه
نن دارګ تازه انځورونه خپاره کړل او ویې ویل چې ولسمشر غني له استاد سیاف او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي دي.
دا لیدنه نن له غرمې وړاندې شوې ده.

دا لیدنه نن ګلخانې ماڼۍ کې شوې

ارګ ویلي:

«په دې کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې ترسره شوه، د هیواد د روان وضعیت او همداراز د سولې پروسې په اړه هر اړخیز او صمیمانه بحث وشو.»

حامد کرزی اوس مهال د محمد اشرف غني خلاف دریځ لري، هغه وړاندې په غني تور پورې کړی و چې د سولې مخ کې خنډونه اچوي او ترڅنګ یې انتخابات نا مناسب وبلل.
کرزي ولسمشر غني ته د ټاکنو د بریا مبارکي هم ورنه کړه او د ډاکټر عبدالله عبدالله سره یوځای یې انتخابات رد کړل.
له عبدالله سره لیدنه
د لیدنو په لړ کې نن ښاغلي سیاف او ښاغلي کرزي د ثبات او همپالنې ډلې مشر عبدالله عبدالله سره هم لیدلي دي.
د اجرایه ریاست په رسمي فیسبوک پاڼه ویل شوي چې دوی د انتخاباتو پر روان جنجال او ترې د وتو پر لارو چارو سره خبرې او د نظرونو تبادله کړې ده.
دا چې پورته دواړو لیدنو کې خبره تر کومه ځایه رسیدلي، تر اوسه هیڅ معلومات نشته.

عبدالله، سیاف او کرزي نن سره سپیدا ماڼۍ کې لیدلي

ایا سیاف به جنجال حل کړي؟
استاد سیاف باوجود ددې چې اوسمهال د ولسمشر غني متحد دی، خو له ټولو اړخونو سره ښې اړیکې لري. هغه له پخوا په همدې مشهور دی چې تر ډیره منځلاری دی او د ټولو ترمنځ باور لري.
له حامد کرزي سره لیدنه، بیا له غني او عبدالله سره د کرزي په شمول لیدنې رښتیا هم دا پیغام ورکوي چې ښاغلی سیاف د جوړجاړي په موخه کار پیل کړی دی.
داسې ښکاري چې له کرزي سره د سیاف ناسته بریالۍ وه، نو ځکه ښاغلی کرزی باوجود ددې چې غني ته یې د بریا مبارکي هم نه ده ورکړې او انتخابات یې ورته نامناسب بللې، ارګ ته ورځي او له ولسمشر غني سره ګوري.
په افغانستان کې تل همداسې مصلحتونه او جوړجاړي شوي دي. د ملي یووالي حکومت چې غني په کې ولسمشر او عبدالله اجرایه ریس و، هم د مصلحت او جوړجاړي پایله وه، دداسې مصلحت او جوړجاړي نتیجه چې د افغانانو د هیلو او د اساسي قانون خلاف و.
اوس چې د سولې اساسي مرحله ده او دلته د انتخاباتو د پایلو نتیجه هم لانجه زیږوونکې ده، نو حتماً به ښاغلی غني غواړي د ځینو امتیازاتو په ورکړه سره دا معامله حل او نورو کارونو ته ځان وزګار کړي. ځکه ویل کیږي راتلونکي پنجشنبه د ښاغلي غني د لوړې مراسم ترسره شي چې له دې مراسمو وړاندې باید مزاحتمونه پای ومومي.
که څه هم غني د ټاکنو د اوسنیو پایلو او بریالیتوب په نمانځغونډه کې چې په ارګ کې جوړه شوې وه، وویل چې هیڅ معامله نه کوي او شریک حکومت به جوړ نه کړي، خو فشارونه یې شاید دېته مجبوره کړي چې د بحران د مخنیوي لپاره یو څه جوړجاړی وکړي.
شاید ښاغلي عبدالله ته بیا د اجرایه ریاست په نوم کوم بل اپشن ورنه کړي، خو د سولې بین الافغاني خبرې چې شاید په پایله کې یې طالبان او افغان حکومت پلاوی د بل حکومت جوړولو لپاره خبرې کوي، نو هلته به حتماً ټولو لورو ته برخه ورکول کیږي، نو پر همدې اساس ممکن ښاغلي عبدالله ته هم د سولې په خبرو کې د ښې ونډې په منلو سره یوه توافق وشي. که د ازادو سیاستوالو په استازولي وي او یا هم له بله کوخ اړخه…
ددې ترڅنګ شاید بل احتمال دا وي چې د سولې د خبرو په برخه کې د پراخه رول ترڅنګ ځیني وزارتونه او سفارتونه هم ورته ومنل شي.
د حامدکرزي دفتر پرون ویلي ول چې دواړو مشرانو سره لیدلي دي

همداسې نور احتمالات هم کیدای شي، خو دا چې واقعاً کوم ډول توافق ته به رسیږي معلومه نه ده.
یو ټکي ته مو پام وي چې استاد سیاف د خدای په رضا د غني ترڅنګ نه دی ولاړ، بیخي د لویې ونډې تمه کوي او ښکاري چې همداسې ورسره شوي، نو هغه به هم داسې ډیل پرینږدي چې له هغه سره شوې ژمنې په کې زیانمنیږي یا د هغه له ونډې بیلیږي، ځکه دلته هغه خبره ده چې پیشو د خدای لپاره موږ نه نیسي.
په هر صورت؛ اوسنی حالت بدلول غواړي، خو دا بدلون باید داسې هم ونه اوسي چې یو ځل بیا په قانون ملنډې ووهل شي او څو سری حکومت جوړ شي چې هغه د خلکو لپاره د خدمت او دښمن سره د مقابلې پرځای په خپل منځ کې سره اړم وي او د یو بل رد او پښې سره وهي.