
سعودي عربستان له بهر څخه د عمري زیارت کونکو لپاره لارښوونې وړاندې کړي.
د عربي خبري رسنیو په حواله، د سعودي عربستان حج وزارت له بهر څخه د عمرې حاجیانو لپاره ځینې لارښوونې اعلان کړي.
د سعودي د حج وزارت وايي، هغه کسان چې د عمرې لپاره راځي د عمرې له ادا کولو څخه شپږ ساعته دمخه به په مکه مکرمه کې د پاملرنې مرکز ته ځي، چیرته، چې د دوی د کورونا ټسټ او واکسین کول په نظر کې نیول شوي.
د حج وزارت په وينا، په کيئر سنټر يا د پاملرنې په مرکز کې به زيارت کوونکو ته يو لاسبند ورکړل شي او هغوی به مجبور وي، چې خامخا يې واغوندي. تر هغې وروسته به ورته “الشبيحه” نومي مرکز ته د ورتلو لارښوونه وشي. هلته به زيارت کوونکي خپل لاسبند ښيي او د هغې په مرسته د هغوی د ډيټا او اجازتنامې تصديق کېږي.
د سعودي د حج وزارت پر زيارت کوونکو تاکيد کړی چې د عمرې د نېټې او ورته ټاکل شوي وخت پابندي وکړي.
د یادونې وړ ده، چې سعودي عربستان تیره میاشت له مارچ راهیسې بهرني اتباعو ته د سختو شرایطو/څارنو لاندې د عمرې کولو اجازه ورکړي وه، پداسې حال کې چې د سعودي عربستان حج وزارت دوه غوښتنلیکونه هم معرفي کړي، چې له مخې یې ښاریان کولی شي د رمضان المبارک د عمرې ادا کولو او لمونځونو وخت وټاکي.