د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف نن ماښام د ویډیو کنفرانس له لارې د هیواد یو شمېر والیانو سره د سولې پروسې پر وروستیو انکشافاتو خبرې وکړې.
ارګ یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ په دغه ويډیو کنفرانس کې چې په ارګ کې جوړ شو، د سیمه ییزو ارګانو خپلواکې ادارې عمومي رئیس عبدالمتین بېګ هم حضور په کې درلود، په پیل کې د جمهوري ریاست منتخب لومړي مرستیال امرالله صالح د ټاکنو پروسې د پایته رسېدو په اړه وویل، ټاکنې پایته رسیدلي او دولت جوړونکي ټیم یې ګټونکی دی، دغه ټیم په هیواد کې د ملي یووالي د پیاوړتیا او پایداره سولې د تامین په لیدلوري سره دغه بهیر ته داخل شوی او ټول ټاکنیز ټکټونه به په نوي حکومت کې د جمهوریت تر چتر لاندې قرار ولري.
ارګ د افغانانو ګډ کور
هغه زیاته کړه:
«موږ ارګ د ټولو افغانانو په ګډ کور بدل کړی، هغه دروازه چې مخکې یواځې د سیاسي نخبه ګانو پرمخ پرانیستې وه، اوس د کلي، ګذر، ناحیې، ولسوالۍ او ټولو ولایتونو خلکو ته پرانیستې ده.»
د جمهوري ریاست منتخب لومړي مرستیال وویل، موږ د الهی اوامرو مطابق سوله له شعار څخه په عمل او له کوچنیو بحثونو څخه پر ملي او بین المللي بحث بدله کړه.
له والیانو مننه
امرالله صالح څرګنده کړه:
«زموږ والیانو په ځانګړي ډول د پروان، کاپیسا، بدخشان، تخار، بغلان، کابل، هرات، بامیان، دایکنډي، او فاریاب والیانو د ټاکنو په بهیر کې د دښمن دسیسې او فتنې شنډې او د اساسي قانون تر چتر او د بې طرفۍ په ساتلو یې ولسواکۍ ته زمینه برابره کړه.»
له جمهوریت دفاع
د جمهوري ریاست منتخب لومړي مرستیال وویل:
«زموږ مذاکره کوونکی پلاوی به تخصصي او اهل خبره وي، خو خلک، ملي شورا او لویه جرګه به د سولې تصمیمونه نیسي. هغه زیاته کړه، سبا به د افغانستان رهبران او ملي او سیاسي شخصیتونه سره راټول شي او له جمهوریت څخه به دفاع وکړي.»
ارګ وايي، دې کنفرانس کې جمهوررئیس غني په خپلو خبرو کې وویل، موږ د افغانستان ټول مسایل په تدبیر سره حلوو. زموږ دریځ د اساسي قانون، جمهوریت، ملي حاکمیت او د افغانستان د خلکو د عزت دریځ دی.
دایمي دوست نه لرو
هغه زیاته کړه:
«د افغانستان بهرنی سیاست روښانه دی، افغانستان دایمي دوست او دښمن نه لري، یواځې دایمي ګټې لري.»
جمهوررئیس په سیمه کې راغلیو بدلونونو ته په کتو وویل:
«موږ هیچا ته د دې اجازه نه ورکوو چې هیواد مو خپل ستراتېژیک عمق وګرځوي افغانستان پخوانی نه دی!»
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، افغانستان د تېرو پنځو کلونو پخوانی افغانستان نه دی، د سولې بحث یو ملي بحث دی او موږ په ګډه تلپاتې سولې ته د رسېدو هڅې کوو.
د هیواد جمهوررئیس د دې په بیانولو سره چې افغانستان یو خپلواک هیواد دی وویل، له نړۍ سره زموږ اړیکې ډېرې مهمې دی او د بین المللي ټولنې، په ځانګړي ډول د امریکا متحدو ایالتونو او ناټو سره زموږ ټول تړونونه او قراردادونه پر ځای دي.
افغان ځواکونه او ۹۴سلنه عملیات
ولسمشر زیاته کړه:
«په ۲۰۱۴ کال کې د لسګونه زره بین المللي ځواکونو وتلو سره فکر کېده چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هیواد د ساتنې لازم ظرفیت او وړتیا نه لري، خو دغو ځواکونو په عمل کې ثابته کړه چې نه یواځې لازمه وړتیا لري، بلکې نن ۹۴ سلنه عملیات رهبري کوي.»
هغه وویل، د ناټو سازمان دفاع وزیرانو په وروستۍ ناسته کې ټینګار وشو چې افغان امنیتي او دفاعي قواوې هیڅکله نه هېروي او د دوی بشپړ ملاتړ لري.
شرطونه تغیروو
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، طالبانو سره چې هر هوکړه لیک لاسلیک کېږي، مشروط دی او له طالبانو سره چې له یوې مرحلې څخه بلې ته ځو، شرطونه لرو. هغه زیاته کړه، که طالبان له جګړې لاس واخلي، شرطونه به تغییر ومومي.
د هیواد جمهوررئیس وویل، کله چې ښاغلي ټرمپ د افغانستان او سویلې اسیا لپاره خپله ستراتیژي اعلانوله، کابو پنځه زره سرتېري یې زیات کړل، په داسې حال کې چې زه یو کال مخکې په افغانستان کې د دغو ځواکونو د کمولو غوښتونکی وم.
اوربند نه لرو
ولسمشر څرګنده کړه، افغان دولت د داعش او نورو ټولو تروریستي ډلو سره هیڅ راز اوربند نه لري او طالبان باید ځانونه له هغو جلا او د پاکستان سره د اړیکو، تروریستي ډلو، خپلو امن پټنځایونو او جرمي اقتصاد په اړه خلکو ته توضیحات ورکړي.
پر سولې اجماع
هغه وویل:
«موږ هیڅکله د سولې پروسې په نوي پړاو کې د دې اجازه نه ورکوو چې د سولې بهیر، قومي، سمتي او ډله ییز شي، ځکه سوله ملي پروسه ده او ټول افغان ولس پرې اجماع لري.»
جمهوررئیس غني ښه حکومتولي د دولت مهم لومړیتوب وباله او وې ویل، د ملي وثیقې په توګه د هیواد اساسي قانون موږ ته د نظام چوکاټ تعریف کړی او د اساسي قانون پر بنسټ موږ او تاسې د هیواد خادمان یوو.
ښاغلي وویل:
«د خلکو له بېلابېلو اقشارو سره مشوره زموږ لپاره یو اصل دی او موږ د مونیخ له سفر وروسته له بېلابېلو ملکي او نظامي برخو سره د سولې په اړه د مشورو لړۍ ترسره کړه؛ د سولې په ټینګښت کې علمای کرام، ښځې او ځوانان اساسي رول لري.»
جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، موږ د بین المللي ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا متحدو ایالتونو سره د ګډو ګټو پر بنسټ ښې اړیکې لرو.
باید یاده شي چې امرالله صالح د ولسمشر غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټیم لومړی مرستیال دی چې په تیرو ټاکنو کې یې بریا ترلاسه کړه او ټاکل شوې وه چې تیره پنجشنبه یې د لوړې مراسم ځنډیدلی وای، خو ارګ وویل چې له کورنیو او داخلي سلا او مشورو وروسته یې پریکړه وکړه چې د لوړې دا مراسم وځنډوي.