انتخابات سپورټ سیاست مخکښان

روبینا جلالي؛ له ورزشه تر سیاسته

اعلان

راټولونکې: مریم صدیقي

روبینا جلالي هغه میرمن ده چې له ورزشه یې سیاست ته ګامونه واخیستل، او ځان یې د افغانستان د ولسي جرګې تر څوکۍ ورسوه.

روبینا په ۱۹۸۲ کال کې په کابل کې وزېږېده او له هماغه ماشوموبه یې له ورزش سره د ډېرې مینې له کبله د مکتب او پوهنتون تر څنګ د منډې په برخه کې ورزش پیل کړ.

هغه مهال داسې و چې د ورزش په برخه کې دنجونو ګډون په هیڅ حساب و.

کله چې له میرمن روبینا څخه د هغې سیاست ته راتلو علت پوښتنه وشوه نو په ځواب کې یې وویل:ما تل په سیاست کې د یوې ورزش کارې سیاسي څېرې کمښت احساس کړی نوځکه ومې غوښتل چې په پارلمان کې د ورزش له ډګره هم یوه څېره ولرو.

اغلې په لومړي ځل پارلمان ته راتلو کې پاتې راغله. هغه وايي، د ۳۰۰۰ رایو په ګټلو یې د پارلمان څوکۍ تر لاسه کړې وه خو په وینا یې انتخاباتو کې درغلي ددې سبب شوه چې له دې حق څخه بې برخې شي.

تر دې پخوا میرمن روبینا په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۸ کلونو کې د افغانستان لخوا په نړیوالو المپیک سیالیو کې ګډون وکړ او د افغانستان نوم یې په نړیوال ډګر پورته کړ.

میرمن جلالي وايي، د ورزش ترڅنګ یې تل غوښتي چې د افغان میرمنو سره و اوسي او لاس نیوی یې وکړي. په ۲۰۱۲ کال کې یې د (میهن باستان) په نامه یوه موسسه جوړه کړه چې د میرمنو لاسي صنایعو ودې او افغانو میرمنو ته د کار پیدا کولو ښه انګړ شو.

په همدې توګه یې ورځ تر بلې ورزش کې هم لوی لوی ګامونه اوچت کړل او په ۲۰۱۵ م کال کې د افغانستان المپیک کې د ښځو کمیټې مشره شوه . د لومړي ځل لپاره یې افغانستان ورزش کې د رولینګ ملي فدراسیون جوړ کړ چې وروسته بیا په نورو ولایتونو کې هم وغوړېده.

روبینا جلالي د افغانستان یو له فعالو میرمنو څخه ګڼل کیږي.

نوموړې ته ددې د پراخو فعالیتونو له کبله د افغانستان لومړۍ میرمن رولا غني ،پخوانی ولسمشر حامد کرزي، د کابل ښاروالۍ، د ملي امنیت پخواني ریس رحمت الله نبیل، ولسي جرګې او نورو مقاماتو ستاینلیکونه ورکړي دي.

روبینا جلالي په تیرو انتخاباتو کې یو ځل بیا ولسي جرګې لپاره انتخاباتي منډو ترړو کې خپل بخت و ازمویه- او د ( راځئ چې یو بل منو) تر شعار لاندې یې کمپاین وکړ چې بالاخره بریالۍ شوه.

نوموړې اوس په نوې ولسې جرګه کې د خلکو استازې ده، خو وايي، وبه ګورې چې د خدمت ژمنه یې یوازې په شعار کې پاتې کیږي او که ريښتیا به تر خلکو ورسیږي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم صدیقی، کابل کې د یاران ټیم غړی

مريم د کابل پوهنتون له ژبو او ادبياتو څخه فارغه شوې ده. تر څنګ يې په ټولنيزو او کلتوري مسلو ليکنې کوي. هغه په پښتو درې سربېره په اردو او انګليسي ژبو هم پوهيږي خو د انګليسي ژبه زدکړې سره ډېره مينه لري.