
د افغانستان د ازادي مبارزې نامتو لوبغاړي حسین بخش صفري پرون سې شنبه د روسي سیال پر وړاندې د روسیې په مسکو ښار کې ولوبېد، چې هغه یې په خپل کوربتوب له ماتې سره مخ کړ.
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د یادي بریا په پار ټولو هیوادوالو، د ورزش مینوالو او خپله حسین بخش صفري ته مبارکي ویلې.
په افغانستان کې د ازادي مبارزې ګڼ شمېر نامتو او تکړه لوبغاړي شته، چې هر وخت یې د هیواد لپاره بریاوي راوړې دي.
د هغو له ډلې د احمدولي هوتک، بازمحمد مبارز او عبدالسمیع فیضي یادونه کولای شو.