د کابل او لوګر بریدونو کې له ټپيانو سره د مرستي په پار خپل مډالونه لیلاموي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د افغانستان د آزادي مبارزې او جوجیتسو تکړه لوبغاړی حسین بخش صفري خپل دوه نړیوال مډالونه لیلاموي، تر څو په پيسو یې د کابل د لوېدیځ او لوګر د بریدنونو له ټپيانو سره مرستي وکړي.

حسین بخش رسینو ته ویلي، خپل دوه مډالونه په دوبۍ کې د یوه مرکزله لاري د یوې اونۍ په موخه لیلام ته وړاندي کوي او په تر ټولو ممکنه لوړه بیه به یې وپلوري.

څو ورځې وړاندې د کابل ولایت پر سیدالشهدا مرکز برید کې او لوګر ولایتونو کې په جلا ـ جلا توګه پيښو کې تر ۱۱۰ تنه ډېر ووژل شول او تر ۲۵۰ زیات زخمیان شول، چې زیات یې زده‌کونکي وه او دولت په همدې موخه د سې شنبې په ورځ ملي ماتم اعلان کړ.

 

حسین بخش صفري

 

حسین بخش صفري د هیواد د هغو نامتو ورزشکارانو له ډلې دی، چې د جوجیتسو په فول کنتاک رشته کې دوه کلونه په پرلپسې ډول لومړي ځای کې دی.

هغه همدارنګه په ۱۳۹۶ کال کې د جوجیتسو په اسیایي سیالیو کې، چې د ترکمنستان په کوربتوب ترسره شوې، لومړنی د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.