ننګرهار – رودات: د ښوونکو د ښارګوټي تفصیلي پلان منظور شو

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

راپور: بشر درویش
د ننګرهار ولایت د رودات ولسوالی د ښوونکو د ښارګوټي تفصیلي پلان منظور شو
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محمود کرزی د ننګرهار والي سره په لیدنه کې د ننګرهار ولایت د رودات ولسوالۍ د ښوونکو د ښارګوټي تفصیلي پلان منظور کړ.
یاد وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ سرپرست وزیر د ښارګوټي جوړول یې د وزارت له کاري لومړیتوبونو څخه وباله او زیاته یې کړه چې د یاد ښارګوټي په جوړېدو سره به د ښوونکو د کور نشتون ستونزه حل شي.
یاران uncategorized 266 ننګرهار – رودات: د ښوونکو د ښارګوټي تفصیلي پلان منظور شو
د منظورۍ پرمهال د ننګرهار والي محترم شاه محمود میاه خیل د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له هر اړخیزه همکارۍ مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د پلان په تطبیق سره به د رودات ولسوالۍ د ښوونکو د مېشتېدو هیله پوره شي.

دې پلان کې څه دي؟

د رودات ولسوالۍ د ښوونکو تفصیلي پلان د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له خوا د پوهنې وزارت په مرسته ترتیب شوی چې په دې پلان کې ۱۹۱۷ استوګنیزې نمرې، ۱۱ استوګنیز بلاکونه، ۲۲ مارکیټونه، ۵ جوماتونه، ۲ ښوونځي، ۲ وړکتونونه، ۱ کلینیک، ۱ هوټل، ۴ تفریحي پارکونه، ۵ د برېښنا شبکې، ۵ لوبغالي او یو کتابتون، شنې، عامه او تجارتي سیمې په کې شامل دي.
یاران uncategorized 267 ننګرهار – رودات: د ښوونکو د ښارګوټي تفصیلي پلان منظور شو
ویل شوي؛ په پام کې ده چې یاد ښارګوټی په ۶۰۰ جریبه ځمکه کې جوړ شي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په دې وروستیو کې د ښوونکو ۱۰۳ ښارګوټو تفصیلي پلانونه منظور کړي چې په تطبیق سره به یې نږدې ۱۰۰ زره ښوونکو ته د استوګنې زمینه برابره شي.
 

About ياران ټیم 3421 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.