عمار بن یاسر رح؛ د خپلې پوهې سره فتنې ژر پېژندلې

ژباړه

عمار (رض) د یاسر او بي‌بي سمیې زوی و. هغه مهال چې حضرت محمد (ص) دعوت پیل کړ، مور او پلار یې مسلمانان شول. عمار هم د حضرت محمد (ص) نږدې ملګری و. یاسر او بي‌بي سمیه د ابوجهل له لوري تر خورا ډېرې ځورونې وروسته، شهیدان شول.

عمار بن یاسر چې کله د مور دا بد حالت لیده ورته ځورېده، هماغه و چې حضرت محمد (ص) لومړی د صبر توصیه ورته وکړه او بیا د جنت غوښتنه ورته وکړه.

عمار پر خدای ج بشپړ ایمان او یقین درلود. د اسلام پر وړاندې ژورلید درلود او سم یې لوستی/ منلی و. د له همدې کبله یې فتنې ژر پېژندلې او د حق په تبیین کې یې خورا مهمه ونډه لرله.

عمار د لېږد/ هجرت پر مهال تل د اسلام ملاتړی او په غزواتو کې یې ګډون کړی و.

د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم تر رحلت وروسته، د اهل بیت ملاتړی او د لومړي خلیفه پر وړاندې یې مخالف دریځ لاره.

د دویم خلیفه په وخت کې د کوفې حاکم و. د عثمان رضی الله تعالی عنه په وخت کې د هغو کسانو له ډلې و چې د عثمان رض د حکومتولۍ پر تګلاره یې نیوکې کولې.

د حضرت علي رض په وخت کې د هغه سرسخته پلوی و. په جمل او صفین جګړو کې یې د علي رض ملاتړ وکړ او همدې لاره کې شهید هم شو.

 

اروپايي ټولنه: افغانستان کې د طالبانو لخوا د زور حکومت په رسمیت نه پېژنو

by عاقله اسد in افغانستان

اروپايي ټولنه وايي دوی په افغانستان کې د زور له لارې رامنځ ته کېدونکی حکومت په رسمیت نه پېژني. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نکلسون په تازه مرکه کې ویلي دوی ... نور ولولئ