
د متحده ایالاتو د سافټویر لوی شرکت، اډوبي انکار پوریئډ” شریک “چارلس چک ګیشکي” د ۸۱ کلونو په عمر وفات شو.
هغه د پورټ ایبل اسنادو فارمیټ، یا پي ډي ایف رامنځته کولو کې مرسته کړې وه.
د اډوبي شرکت په حواله، “ګشکي” د سان فرانسسکو ښار په لاس الټاس کې میشت ؤ. نوموړی د جمعې په ورځ مړ شو.
د شرکت مشر اجرایوي رییس “شینټرینین” کارمندانو ته په بریښنالیک کې ویلي:
“دا د ټولې اډوبي ټولنې او د ټیکنالوژۍ صنعت لپاره لویه ضایع ده، چې هغه له لسیزو راپدیخوا د یو تکړه مشر او اتل په توګه خدمت کړی دی“
د ايډوبي کمپنۍ د مشترکه بنسټګرو په توګه “چک” او “جان وارنک” هغه سافټ ويئر تيار کړ چې د لوی پرمختګ لامل شو او په مرسته يې د خلکو په تخليقي او د اړيکو په وړتيا کې انقلاب رامنځته شو.
د ده لومړی محصول اډوبي پوسټ سکریپټ و، چې یوه کلیدي ټیکنالوژي وه کومې چې په متن او عکسونو د کاغذ په چاپولو او د ډیسټاپ ډیسک خپرولو کې یو انقلابي بدلون راوسته.