د ګوریلا یا غټو بیزوګانو د نسل ډیرونې ځانګړې طریقه

ګوریلا خورا یو لوی څاروی دی، چې په ځنګلونو او هغو ځایونو کې چېرته چې شنه واښه او شنه ځمکه وي اوسېږي.

د ګوریلا ګانو یا هم د غټو بیزوګانو د ژوند په هکله ډېرې څېړنې شوي خو اوس د دوی په اړه ساینسپوهانو یوه جالبه څېړنه وکړه، او په څېړنې کې وموندل شول، چې د بیزو ګانو د سینه وهل څه معنی لري.

د المان، هسپانیې او امریکا بیولوژي پوهانو هغه بېزوګان تر خپلو څېړنې لاندې ونیولې، چې د منځنۍ افریقا په ګڼو غرنیو ځنګلونه کې ژوند کوي، او له څېړنې وروسته یې یوه مهمه پایله په ګوته کړه:

کله چې نارینه ګوریلا ګانې د خپلې سینې په وهلو پيل وکړي، ښځینه بیزوګانې یې د غږ په اورېدو د دې پرېکړه کوي چې د نسل د زیاتوالي لپاره ورسره یو ځای شي او که نه.
ډېری ښځینه ګوریلا ګانې د خپل نسل د زیاتوالي لپاره غټ ګوریلا ټاکي، ځکه له دوی سره د بچو په ساتلو کې ښه مرسته کولی شي.

په دې لیکنه کې د ګوریلا ګانو د ژوند په اړه جالب معلومات وړاندې شوي دي:

۱ـ د ګوریلا د حمل موده اته نیمي میاشتې وي. چې خپل بچی تر څلور کلونو پورې له ځان سره ګرځوي.

۲ـ د یوې بالغې ګوریلا قد د ۱۷۰ تر ۱۷۵ سانتي متره چې په ځینو کې دا اندازه تر دوه مترو هم رسېږي.

۳ـ د نارینه ګوریلا وزن ۳۰۰ کیلو ګرامه او د ښځینه وزن یې ۱۵۰ کیلو ګرامو ته رسېږي.

۴ـ ګوریلا قوی او ښه وده شوي عضلې لري، چې ټول بدن یې په ویښتانو پوښل شوی ده.

۵ـ د ګوریلا ګانو د مخ او پښو اوږدوالی سره تناسب لري.

۶ـ د ګوریلا ګانو ترمنځ د کورنۍ غړي معلوم وي، چې په اوسط ډول د کورنۍ غړي یې له ۳۰ تر ۴۰ رسېږي.

۷ـ ګوریلا خپل ډېر وخت د غذایي توکو په موندلو کې تېروي.

۸ـ د نارینوو د ځوانۍ عمر د ۱۱ نه تر ۱۳ او د ښځینه ګوریلا ګانو د ځوانۍ عمر د ۱۰ نه تر ۱۲ پورې وي.

۹ـ د ګوریلا بچی د مور شاته ویده کېږي.