د مبایل بټرۍ چارج کولو سالمه طریقه؛ دا ۵ ټکي پام کې ولرئ

ځيرک مبایلو چې ډېری اوس انسان دوهم مغز په نامه پېژندل کېږي او موږ خپل ټول مالومات د دوی په حافظه کې ځای په ځای کوو، چې د اړتیا په وخت کې ترې ګټه واخلو.

موږ ټول مخکې له ویده کېدو خپل ځيرک ټلیفون چارج ته ږدو، همدا لامل دی چې د شپې له طرفه د مبایل چارج کول خطرناک او د نه ترسره کول کار دی. هغه له چارجر سره نښلوئ او انتظار باسئ ترڅو ژر تر ژره مو ټلیفون ډک شي. دا پروسه کولی شي د وخت په تېریدو سره د بیټرۍ ژوند هم د پام وړ کم کړي.

دې ته په کتو ممکن ډېری خلکو ته دا سوال پيداشي، چې د مبایل بیټرۍ چارج کولو سهي طریقه کومه ده او څنګه کولی شو هغه په مختفلو شرایطو کې چارجر سره ونښلوو؟

د مبایل بیټرۍ چارج کولو سم لارې چارې!

۱ – په هر وخت کې ممکن خپل ټلفیون چارجر سره ونښلوئ

له خوبه د پاڅېدو وروسته، د ځينو دلایلو په اساس، د خپلې مبایل په لیدولو به مو شوک خوړلی وي، ځکه ستاسو ټلیفون به ۱۰ سلنه چارج ولري. د دې هرڅه په لیدو به مو د ورځې اوږدو ته فکر شي او ضرور به د پاور بانک و جارجر په لټه کې یئ، چې د ورځو په اوږدو کې د ټلیفون چارج کولو لپاره ترې ګټه واخلئ.

که چېرې تاسو ته داسې مشکل مخ ته راغلی وي، نو خپل ټلیفون به څو څو ځله چارجر سره ونښلوي ترڅو د ټلیفون چارج مو پورته شي. خو فکر مو چې دا کړنه تاسو یوه ورځ کولی شئ، خوکه  په مکرر ډول تاسو دا کړنه وکړئ د مبایل بیټرۍ وخت کموي وي، چې په نږدې راتلوونکي کې باید بله بیټري واخلې.

۲- ټلیفون له صفر تر سل سلنه مه چارج وئ

په ټولییز ټول دا تاسو ته توصیه کوو، چې ټلیفون مو له صفر تر سل فیصدو مه چارجوئ، مبایل له ۴۰ سلنې تر ۱۰۰ چارج کوئ. خو فکر مو داسې نه چې هر وخت یې تر سلو پورې ډک کړئ، کنه بیا به مو بیټرۍ خرابه شي.

۳- د بیټرۍ چارج له مو له ۷۵ سلنې تر پنځه شپیته سلنې وساتئ.

په لیټیوم بیټریو ترسره شوو،تحقیقیاتو ښودلې چې لیټیوم یوني بیټرۍ هغه وخت چې  ۷۵٪ څخه تر ۶۵ سلنه چارج ولري کولی شي اوږد عمر ولري، خو تل ممکنه نده، چې خپل ټلیفون شارژ کړو،  ترڅو زموږ د مبایل ټلیفون چارج اندازه  دې دې سلنې ته لوړه شي، خو ستاسو د ټلیفون د چارج اندازه که په دې کې وي نو غوره ده.

۴ – هيڅ کله خپل ټلیفون۱۰۰سلنه مه چارج کوئ.

کله چې ستاسو د بیټرۍ چارج ۲۵ سلنه ته ورسیږي، تاسو د تل په څېر خپل ټلیفون چارج ته ږدئ ترڅو سل سلنه ډکه شي. څېړنې ښايي که بیټري سل سلنه ډکه شي نو خپل عمر زر له لاسه ورکوي، نو بیا به ځان ته بله بیټرۍ اخلئ. په ټوله کې لیتیوم یوني بیټرۍ باید تر سل سلنه چارج نشي.

۵- د شپې په اوږدو کې ټلیفون چارج ته مه ږدئ

د لیتیوم یوني بیټریو کې د تېز چارج کېدو له ټکنالوجۍ  څخه ګټه اخیستل شوې ده. دا په دې معنا چې ژر چارج کېږي، که ‌‌‌‌‌‌‌ډېر وخت لپاره چارج ته پاتې شي دا بیا به لوی سر دردر جوړکړي او په پایله کې به ستاسو بیټرۍ خپل عمر له لاسه ورکړي، چې ژر به خرابه شي.

۶ – د پاور بانک څخه عدم ګټه اخیستنه

یو له هغو وسایلو چې موږ ترې د ټیلفون چارج کولو لپاره ګټه اخلو پاوربانک دی، خو د څېړونکو سپارښتنه دا ده چې باید ډېره ګټه ترې وانخلو، ځکه د ټیلفون د ګرمېدو لامل ګرځي او د بیټرۍ عمر کموي.