خبريال: مدثر دعوت
د امريکا د فضايي ادارې او اپل کمپنۍ پخواني انجنير د مرغانو خوراکه له نورو حيواناتو څخه په يوې نوې طريقه ژغورلې.
مارک روبر په خپل کور کي مرغان ساتي خو چي کله به اطاق ته تر ننوتلو وروسته بيرته راووتی نو د مرغانو خوراکه او دانه به يې نولي ياهم موش خرما ترې خوړلې وه.
مارک ددې حالت څخه ځوريدی او ډير وخت به يې پر دې فکر کوی چي څنګه د مرغانو لپاره ځانګړې سوې خوراکه له دې موش پړانګانو چي ټول کور يې پرسر اخيستی وو وژغوري.
مارک روبر پر خپل يوټيوب اکاونټ يوه ويډيو خپره کړې او خپله طريقه يې پکښې تشريح کړې.
پدې ويډيو کي ښکاري چي مارک د نولي لپاره د کورس په څير يو ډول تخنيکي ډيزاين جوړکړی او د اکاډمۍ ته ورته کار يې ورسره کړی.
په ويډيو کي د نولي لپاره په خورا مهارت سره څو دامونه ايښودل سوي چي نسي کولای تر مرغانو ځان ورسوي.
دا ويډيو وګورئ:
پدې ويډيو کي يوازي دانه چي د مرغانو د خوراکې ژغورل ښودل سوي بلکي نور ډير څه هم ترې زده کيږي.
دلته مهرباني،مينه او په يوه ښه طريقه د حيواناتو لوری بدلول ښيي.
دا ويډيو تر ۱۷ میلیونه ډيرو انسانانو کتلې او په زرګونو کسانو خوښه کړې او نظرونه يې ورباندي ورکړي او د ۲۰۲۰ز د سياحت تر ټولو غوره ويډيو بلل کيږي.