ښوونکي بايد د زده‌کوونکو د پرمختګ لپاره ځواب‌ورکوونکي وي

ليکنه: شپنه سلګۍ

ښوونکي د زده‌کوونکو په پرمختګ کې د يو ټاکونکي باکيفيته عامل په توګه ګڼل کېږي.
د يوه ښوونکي تعليم، توانايي او تجربې نسبت نورو ټولو عواملو ته د زده‌کوونکو د پرمختګ عامل شمېرل کېږي.
څېړنو ښودلې ده چې د زده‌کوونکو د ازموينو په نومرو کې له 40 څخه تر 90 سلنه تفاوت د ښوونکو په کيفيت او وړتيا پورې تړلى دى.
نو اصلاً د موضوع درک، پر دې خبره پوهېدل دي چې ښوونکي بايد په کومه طريق زده‌کوونکي پوه کړي، نو کله چې ښوونکي تدريس پيلوي بايد ډېر ښه چمتوالى ولري او د پوهې او مهارتونو ګټورتوب په ټوله دنده کې دوام وکړي.
په همدې ترتيب کله چې يو ښوونځى يو مسلکي ښوونکى استخداموي، د ښوونځي اداره دېته اړتيا لري چې بايد د ښوونکي د پوهي کچه لوړه او کاري تجربه ولري، نو هغه ښوونکى چې په ځان تکيه او باور ونه لري، بالاخره له کاره ستړى کېږي او د دې جوګه نه پاتې کېږي چې ورسپارل شوې دنده په سمه توګه مخ ته يوسي.
نن سبا په افغانستان کې ښوونکي تر سخت فشار لاندې دي چې زياتره ښوونکي يې بشپړ تيارى نه لري چې د خپلو زده‌کوونکو اړتيا ور پوره کړي.
ډېر تجربه لرونکي ښوونکي وخت ته اړتيا لري چې له نويو معیارونو سره بلد شي.
د ښوونکي کېدلو لپاره شرايط يوازې د دې زده کول دي چې يو ښوونکى بايد څنکه تدريس وکړي.
مطلب لکه په نورو مسلکونو کې د نوي کارکونکي په څېر ښوونکى هم د خپلې دندې په جريان کې د مهارتونو بهبود ته اړتيا لري.
چې له بده مرغه په هېواد کې د باکيفيته مسلکي پرمختګ ضرورت نه پوره کېږي.
که چيرې موږ غواړو چې ټول زده‌کوونکي مو د کاميابۍ وړ اووسي، هغوی بايد داسې ښوونکي ولري، چې پر دې باندې وپوهېږي چې هر زده‌کوونکي ته څنګه په لوړ معيار تدريس وشي. چې له بده مرغه زياتره ښوونکي دغه مهارتونه نه لري او نه هم داسې پوهه او تجربه لري چې د منفي ننګونو سره مقابله وکړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي