اپریل 14, 2021

امرخیل: د ماشومانو د لوبو او تفریح ځایونو جوړولو ته به لومړیتوب ورکړي

Advertisements
راپور: شپنه سلګۍ

ننګرهار کې د ماشومانو نړیواله ورځ ونمانځل شوه.
په دې اړه مراسمو کې چارواکو او د بیلابیلو ادارو مسوولینو برخه اخیستې وه.
دې ناسته کې د ولسمشر سلاکار او ننګرهار والي ضیا الحق امرخیل خبرې وکړې ویې ویل په افغانستان کې دروانې بد مرغه جګړې تر تولو ډیره قرباني ماشومان ورکوي او جګړې له ماشومانو د خوندي چاپېریال درلودلو حق اخسیتی دی.
ننګرهار والي وویل:

«داندیښنې ځای دی چې ددولت مخالفین د جګړې لپاره د کم عمره تنکیو زلمیانو کار اخلي، هغه کورنیو او والدینو ته سپارښتنه وکړه چې خپلو اولادونو ته د وطن سره دمینې روحیه ورکړي او ژمنه یې وکړه چې ښار او ولسوالیو کې به ښاروالانو ته دنده وسپاري چې د ماشومانو د لوبو اوتفریح ځایونو جوړولو ته لومړیتوب ورکړي.»

د ننګرهار د پوهنې ریس حسیب الله شینواري وویل کورنۍ، حکومت او ټولنه مسولیت لري، چې ماشوم ته د پیدایښت له وخته تر اتلس کلنۍ پورې ټول حقوق ادا کړي.

هغه زیاته کړه؛ په افغاني ټولنه کې لویانو تل له ماشومانو د خبرو کولو او نظر شریکولو حق تروړلی او دا چاره د ماشومانو د نازړورتوب لامل شویده.
په دې ناسته کې ختیزو ولایتونو کې د یونیسف ادارې مسول ډاکتر نافع کاکړ د ماشومانو د نړیوالې ورځې او دهغوی دحقونو د نړیوال کنوانسیون په اړه خبرې وکړې.
باید وویل شي چې په دې مراسمو کې د ننګرهار والي، پوهنې ریس او یونیسف ادارې استازي ته د ماشومانو له لورې د ماشومانو حقونو ته ددرناوي او پاملرنې په موخه د یادګېرنې نښانونه هم ورکړل او  د ماشومانو له لورې  په زړه پورې ترانې، تمثیلي ټوټې او سپورتي نندارې هم وړاندې شوې.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




سرور دانش: د مصالحې شورا طرحه باید لغوه شي، کنه نفاق او ناندرۍ په جوړې کړي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements د ولسمشر دویم مرستیال وایي د ملي مصالحې عالي شورا له لوري د ترکیې کنفرانس لپاره توحید شوې طرحه د منلو نه ده. نوموړي پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه په خپره کړې کتنه کې ... نور ولولئ