جنرال مراد: دوستم، عبدالله او محقق به زر له دندو استعفا وکړي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د امنیت او عدالت په نوم د ټاکنیز ټیم لومړی مرستیال جنرال مراد علي مراد په نیږدې راتلونکي کې له خپلو دندو څخه د جنرال دوستم، ډاکټر عبدالله او محمد محقق د استعفا خبر ورکوي.
مراد دا خبرې په یوه تازه  تلویزوني مرکه کې کړي، چې مهم جزیات به یې دلته د یاران وېب پاڼې له درنو لوستونکو سره شریک شي.
ولې استعفا؟
مراد علي مراد، چې د رحمت الله نبیل په مشرۍ د امنیت او عدالت په نوم د ولسمشریزو ټاکنو د یوه ټکټ لومړی مرستیال دی، یادې څرګندونې یې له اریانا نیوز تلویزون سره په یوه مرکه کې وکړې.
د ده په وینا یادو لوړپوړو حکومتي چارواکو دوی سره د خپلو استعفاوو ژمنه کړې.

مراد علي مراد د رحمت الله نبیل په مشرۍ د ټاکنیز ټیم لومړی مرستیال دی

د مراد په خبره د دغو استعفاوو دلیل دا دی، چې هم د ولسمشر غني مخالف ټاکنیز سیالان او هم یاد شوي چارواکي د جوزا له لومړۍ وروسته د ملي یووالي حکومت د کار دوام د قانون خلاف ګڼي.
جنرال مراد وایي، د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم، د حکومت اجرایه ریس ډاکټر عبدالله او د اجرایه ریس دویم مرستیال محمد محقق به خپلې استعفاوې پر همدغه ناقانونه دوام د اعتراض په بڼه وړاندې کړي.
مراد دا هم وایي، چې که دوی له خپلو دندو استعفا ونه کړي، له ولسمشریزو نوماندانو سره به یې په کړو ژمنو کې وعده خلافي کړې وي او اخلاص به یې تر شک لاندې راشي.
پر ولسمشر غني تورونه
جنرال مراد علي مراد، چې د ولسمشر غني په حکومت کې یې تر ټولو لوړې دندې په نصیب شوې، په یاده مرکه کې پر غني توند تورونه پورې کړل.
هغه غني دیکتاتور او د ملي یووالي ضد یاد کړ.
ده د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ولې یې دا دومره موده په حکومت کې لوړ منصبونه لرل او اوس یې له پای ته رسیدو سره مخالفتونه کوي، وویل: نور مې د وجدان عذاب نه شو زغملی!
پر سرپرست حکومت ټينګار
د جنرال مراد په شمول د یو شمېر نورو ټاکنیزو ټکټونو مشران او پلویان د جوزا له لومړۍ وروسته د سرپرست حکومت د جوړیدو غوښتونکي دي.
د دوی په وینا د ولسمشر غني د واک موده پای ته رسیدلې او دی نور نه شي کولای، د افغانستان د ولسمشر په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.
دوی غوښتنه کړې، چې ولسمشر دې له واکه ایسته شي او واک دې داسې ولسمشریز نوماند ته پریږدي، چې له خپلې نوماندۍ لاس په سرکیږي.
د نوماندانو یو وړاندیز دا هم دی، چې که ولسمشر غني له خپلې راتلونکې نوماندۍ تېریږي، دوی یې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو تر ترسره کیدو پورې د ولسمشر په توګه د کار دوام تاییدوي.
خو ولسمشرغني او پلویان یې د جوزا له لومړۍ وروسته تر راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د حکومت د کار پر دوام ټینګار کوي.
دوی د خپل ټینګار لپاره د سترې محکمې ملاتړ د توجیه په توګه یادوي، چې اوسني حکومت ته یې د راتلونکې دورې د ولسمشر تر معلومیدو د کار د دوام جواز ورکړی.
جنرال دوستم، ډاکټر عبدالله او محمد محقق خپله لا نه دي ویلي، چې دوی به له اوسني حکومت څخه استعفاوې کوي.
ډاکټر عبدالله ویلي و، چې دی له ولسمشریزو نوماندانو سره د اعتراضونو او اندیښنو په اړه یې د خبرو غوښتونکی دی.
ولسمشر غني هم په وروستیو کې منلې، چې ولسمشریزو نوماندانو سره به خبرې کوي.
مراد ته یوه کتنه
مراد علي مراد د هزاره قوم اړوند تر ټولو مشهور جنرال دی.

هغه د ملي یووالي له حکومت څخه مخکې د افغانستان د ملي دفاع وزارت د ځمکنیو ځواکونو عمومي قومندان و.
هغه د ملي یووالي حکومت له جوړیدو وروسته د ترټولو لوړو څوکیو څښتن شو.
د ملي دفاع وزارت لوی درستیزي، لومړۍ مرستیالي، د کابل ګارنیزیون قومنداني او د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیالي هغه مهمې دندې وې، چې جنرال مراد ورته ورسېد او د ولسمشریزو ټاکنو له نیږدې کیدو سره یې حکومت نه لاره جدا کړه.
د جنرال مراد په شان د حکومت پر ګڼو نورو مخکینیو چارواکو او اوسنیو منتقدینو دا تور پورې دی، چې د حکومت په امکاناتو او امتیازاتو کې یې ځانونه شریک ګڼل، خو له مسولیتونو او ملامتیو یې اوس نه یوازې ځان خلاصوي؛ بلکې خپله برخه ملامتۍ هم پر نورو او خاصتاً ولسمشر غني اچوي.