موږ په دې لیکنه، کې د ۱۲ هیوادونو «اسټرالیا، افغانستان، بنګلهدېش، انګلستان، هندوستان، ایرلینډ، نیوزلینډ، پاکستان، سویلي افریقا، سریلانکا، ویسټ انډیز او زیمبابې» لپاره هغه ۱۲ لوبغاړي درپېژنو، چې په شل اوریزه سیالیو کې ترټولو لوبغاړو زیاتې ویکټې اخیستې دي.
۱ـ اسټرالیا
اسټرالیا ته تېز توپاچونکي میچل سټارک ترټولو لوبغاړو زیاتې ویکټې په شل اوریزه لوبو کې اخیستې.
هغه په ۳۹ لوبو کې ۴۸ ویکټې اخیستې دي.
۲ـ افغانستان
د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره په شل اوریزه سیالیو کې ترټولو زیاتې ویکټې راشدخان ارمان اخیستې دي.
هغه توانېدلی په ۷۰ شل اوریزه لوبو کې ۹۰ ویکټې واخلي.
۳ـ بنګلهدېش
د بنګلهدېش کرکټ ملې لوبډلې لپاره په شل اوریزه سیالیو کې ترټولو زیاتې ویکټې الراونډر لوبغاړي شکیبالحسن اخیستې دي.
هغه توانېدلی، چې په ۸۰ لوبو کې ۹۶ ویکټې واخلې.
۴ـ انګلستان
د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره په شل اوریزه سیالیو کې ترټولو زیاتې ویکټې کریس جورډن اخیستې دي.
هغه توانېدلی، چې په ۶۵ لوبو کې ۷۳ ویکټې واخلي.
۵ـ هندوستان
د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره په شل اوریزه سیالیو کې ترټولو زیاتې ویکټې یوزیندرا چاهال اخیستې دي.
هغه توانېدلی، چې په ۴۹ لوبو کې ۶۳ ویکټې واخلې.
۶ـ ایرلینډ
د ایرلینډ کرکټ ملې لوبډلې لپاره په شل اوریزه سیالیو کې ترټولو زیاتې ویکټ ډیکرول اخیستې دي.
هغه توانېدلی، چې په ۷۹ لوبو کې ۷۶ ویکټې واخلي.
۷ـ نیوزیلنډ
د نیوزیلنډ کرکټ ملې لوبډلې لپاره په شل اوریزه سیالیو کې ترټولو زیاتې ویکټې تیم سوتي اخیستې دي.
هغه توانېدلی، چې ۸۳ لوبو کې ۹۹ ویکټې واخلي.
۸ـ پاکستان
د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره په شل اوریزه سیالیو کې ترټولو زیاتې ویکټې شاهد افریدي اخیستې دي.
هغه توانېدلی، چې په ۹۶ لوبو کې ۹۷ ویکټې واخلي.
۹ـ سویلي افریقا
د سویلي افریقا کرکټ ملې لوبډلې لپاره په شل اوریزه سیالیو کې ترټولو زیاتې ویکټې ډېل سټین اخیستې دي.
هغه توانېدلی، چې په ۴۷ لوبو کې ۶۴ واخلي.
۱۰ـ سریلانکا
د سریلانکا کرکټ ملې لوبډلې لپاره په شل اوریزه سیالیو کې ترټولو زیاتې ویکټې لیست ملینګا اخیستې دي.
هغه توانېدلی، چې په ۸۴ لوبو کې ۱۰۷ ویکټې واخلي.
۱۱ـ ویسټ انډیز
د ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډلې لپاره په شل اوریزه سیالیو کې ترټولو زیاتې ویکټې ډېون براوو اخیستې دي.
هغه توانېدلی، چې ۸۵ لوبو کې ۷۶ ویکټې واخلې.
۱۲ـ زیمبابې
د زیمبابې کرکټ ملې لوبډلې لپاره په شل اوریزه سیالیو کې ترټولو زیاتې ویکټې ګرېم کریمر اخیستې دي.
هغه توانېدلی، چې په ۲۹ لوبو کې ۳۵ ویکټې واخلي.
https://www.facebook.com/crictracker/photos/a.601832999847425/4872301662800516/?__cft__[0]=AZXQDvvNsKu1KN3J30gi56TxeGY1RRE4BQGu9dBnfEvRqwWWYIV3oCx-7l8jVLdd3to9Ln_2tAkKALeTCa0r9xLAGAUBIGZ-AVymzREbcT7IcFGDkWzepEyyvV9kHlv89ySWptv1kpc4brSru0DADkHE&__tn__=EH-R